د افغانستان شمال ته پریمانه روسي وسلې راوړل شوې دي

راپورونه وايي، د افغانستان په څو شمالي ولایتونو په تیره بلخ، کندوز او بغلان کې ګڼ شمیر روسي ګریس بند وسلې توزیع شوې دي. دغه وسلې د طالبانو له خوا او یا هم ځینې مرموز پخواني جهادي قوماندانان یې طالبانو ته د متمایلو ځوانانو په مینځ کې ویشي.

د کندوز د لومړي سقوط راهیسې په شمال کې د روسي طالبانو او له ځايي طالبانو د روسانو د ملاتړ اوازې او نښې زیاتې شوې. د کندوز له لومړي سقوط وروسته یو سري پاکستاني راپور خپل مرکز ته په ډاګه کړې وه، چې د پاکستان پلان و،چې طالبان یوازې کندوز تر اور لاندې ونیسي خو هیڅکله یې طالبانو ته د کندوز د نیولو اجازه نه وه ورکړې. د راپور پربنیاد، پاکستاني استخباراتو اټکل کړی و، چې پر کندوز د خرپ و ترپ جګړې لګښت ددوی لپاره په یو شواروز کې تر دوه لکه کلدارې لوړ نه و، خو کله چې طالبانو هغه ښار ونیو د طالبانو د ورځې جنګي لګښت درې سوه لکه کلدارو ته لوړ شو، چې پاکستان ته ملا ماتوونکی و.

ددې راپورونو د تحلیل پروخت دا هم په ډاګه شوه، چې د روسیې د مداخلې او فشارونو په ترڅ کې طالبان اړ شول چې کندوز ونیسي او افغان دولت ته سر خوږی جوړ کړي. له هماغه راهیسې له طالبانو او نورو مزاحمو ډلو څخه د روسانو د ملاتړ په حقیقت څوک سترګې نه پټوي. طالبانو خپل څو مهم ټپي مشران هم د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د امو له لارې اړولي چې هلته تداوي شوي او هم له هغه لوري ډېرې وسلې افغانستان ته راوړل شوې دي.

اوس د بلخ د والي په مستقیمه قومانده د بلخ ولایت په البرز غرونو کې د طالبانو پرضد شدید عملیات پیل شوي دي، دغه راز په بغلان او کندوز کې د طالبانو تحرکات ډیر زیات شوي او د تخار او بدخشان ځینې سیمې عملاً د طالبانو په ولکه کې دي. سیاسي کتونکي په شمال کې دطالبانو قوت د روسانو په مالي او تسلیحاتي همکارۍ پورې تړلی ګڼي او ادعا کوي، چې روسان د داعش د خطر د کمولو لپاره په شمال کې طالبان تقویه کوي او د جنګ نقشه ورکوي.

په تازه کې په شمال کې د روسي وسلو د پریمانه ویش راپورونو امریکايي ځواکونه اړ ایستلي چې شمال ته لاړ شي او هلته ددغه ډول مرموزې روسي مداخلې مخه ونیسي. په شمال کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي، او داسې ښکاري چې هم روسان په دفاعیه انداز او هم امریکایان منځنۍ اسیا ته د سرخوږي د جوړولو په پار په شمال کې پټ او ښکاره تحرکات لري. اما په ټوله کې په شمال کې د افغان دولت نظامي فعالیت بې مدیریته، ګونګ او د اندېښنې وړ دی. که دولت په استخباراتي او تعرضي دود د شمال اوسني نازک حالت ته رسيدګي ونکړي حالات به د کال په دننه کې ډیر کړکیچن شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.