شمال په یوه خودمختاره سیاسي حوزه بدلېده!

شمال په یوه خودمختاره سیاسي حوزه بدلېده!شمال ټلوالې د مرکزې دولت تر پوښښ لاندې د شمال حوزې له پاره د سیاسي خودمختارۍ پلان درلود!

شمال حوزه نن تر بل هر وخت زیاته له بحران او تشنج سر مخ ده. هلته نوی تروریزم زیات خطرناک او غیر انساني دی. تېر دیارلس کاله شمال د جمعیت ګوند په مرسته له یو کاذب ثبات څخه برخمن و چې تر پایه دا ثبات او ټولنیز استحکام پیاوړی نه شو، بلکې لا هم پسې خطرناک کړای شو.

د نوي حکومت اصلي مشرانو ته شمال د یوې پرمختللې ستونزې په توګه په میراث رسېدلی و. شمال له ټولنیزې بې واکۍ نیولې بیا د ولسي نفرت او محکومیت انتهايي درجې ته اوښتی و. د شمال له پاره طرحه شوي پلان، شمال له مرکزي حکومت څخه د یوې دویمې سترې سیاسې حوزې په توګه بېلاوه، هلته به ټاکنې، له والیانو سره چلند او ولسي قراردادونه د شمال په کچه مشرانو ترسره کول؛ یانې د یو مستقل هېواد او مرکزي دولت په شتون کې یوه خودمختاره فیډرالي حوزه.

په افغانستان کې د بن تر کنفرانس وروسته د جمعیتي ډلو او نړیوالو ملاتړو تر منځ د شمال حوزې د سیاسي حاکمیت او هلته د سیاسي واک د خپلواکۍ او نفوذ په اړه یوه تاریخي غلطي وشوه او هغه د شمال ټلوالې عام او تام صلاحیت و. په شمال کې د جمعیتي قومندانانو ونډه، هلته د روشنفکرانو د خاموشۍ او خیانت بحث، ولې شمال په پوره ثبات کې ولسواک نه شو او همدا ګڼې نورې تجربې د شمال د اوسني بحران په پېژندنه کې مرسته کولای شي.

 

په شمال کې د بې ثباتۍ سیاسي او لنډ تاریخي عوامل

د بن تر کنفرانس وروسته د افغانستان د نوي نظام په جوړېدو د سیاسي تاریخ یوه نوې پاڼه واوښته، واکونه ووېشل شول، نوم د یو چا و او حاکمیت به عملاً بل چا کاوه؛ یو په نوم خوشحاله و او بل په خپل اخیستي زور.

د شمال حوزه د همداسې یو زور آزمايی انتهايي بده معامله وه. د بن د کنفرانس په څنډو کې شمال ټلوالې پر نړیوالو او د وخت په ټاکل شوي مشر [حامد خان کرزي] منلې وه چې په شمال کې سیاسي نفوذ او د صلاحیت د استعمال واک به ورکوي. نړیوالو او ټاکل شوي مشر ورته د دوی تر توقع زیات دا هر څه ومنل او شمال په پوره ډول د یو خاموش ناورین غېږ ته کوز شو.

شمال ټلوالې ګڼلې وه چې دوی به د خپلو شخصي او په سیمه ییزه کچه د سیاسي منافعو له پاره پر مرکزي حکومت د فشار په ډول له شمال څخه ګټه اخلي. دوی دا هم سره ویلي وو چې دوی به وکولای شي چې له روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پټو سیاسي روابطو ګڼ چینلونه له شمال څخه فعال وساتلی شي. یوه ستره او تر ټولو غیر انساني هڅه چې دوی وکړه او وار له مخه یې ورته آماده ګي درلوده هغه په شمال کې د خپلو جهادي قومندانانو او سیمه ییزو بې سواده مشرانو حاکمول وو، دې کار شمال حوزه د یوه اوږده مهال له پاره له ژورې ټولنیزې بې ثباتۍ سره مخ کړه.

شمال ټلوالې په اوږده مهال کې پلان درلود چې دوی به په اوږده مهال کې په مرکزي حکومت کې د خپل نفوذ او سهم د ساتلو په موخه په شمال کې حتی نظامي موضع ګیري کوي او دا کار دوی د کرزي د مشرۍ پر مهال څو ځل تکرار کړ. دوی په کرزي ومنله چې دوستم به مجبوروي تر څو له شماله پښې سپکې کړي. هلته ولسي او کاریزماتیک پښتانه مشران پسې واخلي او دوی ته وخت ورکړي چې هلته د خپل حاکمیت د غځولو له پاره کار وکړي. دا هر څه ورسره مشر حامد کرزي د دوی تر توقع زیات ومنل.

 

د نوي حکومت په بطن کې شمال ټلوالې څه ارادې درلودې؟

حتی د کمپاینونو تر پیلېدو وړاندې او د انتخاباتي ټیمونو د جوړېدو پر مهال یو سراسري ډار رامنځته شوی و چې ګواکې د دوی سیاسي راتلونکي ګواښل کېږي. د اشرف غني تر څنګ د دوستم درېدل عملا په شمال کې د شمال ټلوالې د سلطنت له پاره یو سور څراغ و. دوی د کمپاین پر مهال له ګڼو نړیوالو او کورنیو چینلونو هڅه وکړه چې په یو ډول د غني او دوستم کړی ایتلاف ړنګ کړي، ولې نابریالي و؛ دوی په لومړي ځل احساس کړه چې د یو داسې سیاسي مشر پر وړاندې لوبه کوي چې تر دوی څو ځله زیات چالاک او استاد دی.

د اشرف غني پر وړاندې د شمال ټلوالې لومړی تخریبي سیاسي هلې ځلې هغه وخت پیل شوې چې تر عبدالله را ټولو شویو جمیعتي مشرانو په کرزي فشار راوړ چې د زلمي رسول پر ځای د دوی تر شا ودریږي، په دې فشار کې مارشال فهیم د جمیعتي مشرانو په هڅو د مشرۍ وظیفه درلوده. دا لومړی ځل و چې کرزی عملاً د مارشال فهیم له غوښتنې تېر شو او د دوی غوښتنې یې رد کړي. دې کار د جمعیت ګوند او شمال ټلوالې تر منځ د یو ژور سیاسي بحران او تشنج ویره خپره کړه او احساس یې کړه چې سیاسي منتر یې کار پرې ایښی دی.

د دویم پړاو په ټاکنو کې د استاد سیاف په منځګړیتوب او ځانګړیو فشارونو کرزی حاضر شو چې د عبدالله تر شا ودریږي او خپل تر ټولو نژدې کسان د دوی ملاتړ ته ور واستوي، انجنیر ابراهیم سپین زاده او ګڼو د زلمي رسول د کمپاین مرکزي هستې د عبدالله له پاره کمپاین پیل کړ.

د ملي وحدت په نامه حکومتي سهم اخیستل، د شمال ټلوالې د سیاسي تاریخ تر ټولو بده ورځ وه. دوی عملاً د سهم درلودو له زور څخه لویدلي وو او د باج اخیستو په لټه کې وو چې نړیوالو ملاتړو او کورنیو خواخوږو یې خوا ونیوله او د نظام برخه شول.

 

د شمال له پاره وروستی پلان څه و؟

ژوره ناهیلي، سیاسي بې واکي، خپل منځي اختلافات او د مشرۍ بحران شمال ټلواله د خپل سر پر ارزښت ولاړو سیاسي پرېکړو ته آماده کوله. په نظام کې د دیارلس کلن حضور او ټولو امکاناتو نشتون د جمعیت ګوند په تاریخ کې د سرچینو ستره خلا محسوسېده؛ د ټلوالې پاتې مشرانو په دې فکر کاوه چې د شته حالت ساتل به د وخت تر ټولو پیغمبرانه اقدام وي.

استاد سیاف چې عملاً تر ټاکنو وروسته ژور اضطراب او انزوا ته تللی و، ځان یوازې احساس نه کړ… د ټلوالې د مشرانو لار ورکۍ استاد سیاف ته موقع ورکړه چې د یو ځل بیا له پاره له خپلو سیاسي مهارتونو کار واخلي او د نوي حکومت مشرتابه ته د خپل شتون مظاهره وکړي.

د استاد رباني په شمول استاد سیاف بار بار او حتی په زیاتو سختو فشارونو د اتمر او په اوایلو کې د اشرف غني مخالفت کړی دی؛ ولې دا ځل یې باید داسې مخالفت کړی وائ چې د یو بالفعل سیاسي مخالف په توګه سره په مقابل کې ولاړ وو. دا د استاد سیاف له پاره طلایي چانس حسابېده چې له خپلو ځانګړیو سیاسي وړتیاوو ګټه واخلي او د شمال ټلوالې په وجود کې د خپل واک ساتلو ته ادامه ورکړي، ولې ښکارېده چې معادله بدله ده.

په کاپيسا، پروان او د کابل په شاوخوا سیمو کې د استاد سیاف سره تړلیو قومندانانو ته د آماده ګۍ ویل شوي وو، جان احمد خان د شمال د وضعیت د کنټرول له پاره په پروان کې د وسلو د زېرمه کولو او راټولولو ماموریت درلود، په شمال جبهه کې ټولو جهادي قومندانانو ته ویل شوي وو چې د کندوز، تخار، فاریاب او څېرمه ولسوالیو په شاوخوا کې د بالقوه واک اخیستو له پاره تیارۍ ونیسي.*

د شمال په اړه پرېکړه کوونکیو جهادي مشرانو فکر کاوه چې دوی به له دې لارې په شمال کې د سیاسي واک اخیستلو تر څنګ پر مرکزي حکومت د یو بالقوه او بالفعل فشار په ډول دوباره سیاسي انسجام ته لاره هواره کړي. په تېرو دیارلسو کلونو کې د یوې داسې چارې له پاره هلته عملاً کار شوی و، د شمال ولسونو د ټولنیز ثبات له یوې فوق العاده بدې ورځې وېره درلوده.

 

په شمال کې د جمعیتي قومندانانو نقش او د بحران عوامل

قاضي کبیر د تخار په سطح او په ځانګړي ډول په درقد او ینګي قلعه ولسوالیو کې د مردمي ځورونو په یو خونخوار او لېوني جاني بدل شوی و چې د تېرو سختو جنګونو له وجې په کابل کې مېشت شوی دی. د طالباني نظام تر نسکورېدو وروسته او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د ماموریت له پیلېدو سره سم یوه جدي هڅه دا وه چې باید پخواني مسلح غیر مسوول وسله وال خلع سلاح شي. دا کار د هېواد په ګڼو برخو کې په ډېره چټکۍ ترسره شو او په لوی تعداد پخوانۍ وسلې د ډایاګ تر پروسې لاندې دولت ته وسپارل شوې.

له شمال ټلوالې سره د تړلیو قومندانانو او جمعیتي ډلو په دې منطق او دلیل چې ګواکې د طالباني امارات په ړنګولو کې یې له نړیوالې ټولنې او خاصتاً له امریکا سره مرسته کړې ده، خپلې دې مرستې ته به په خپلو سیمو کې د دوام په خاطر خپلې ورسره شته وسلې نه تسلیموي او یا یې هم دا وسلې په یو او بل نامه د ډایاګ له پروسې پاتې کړې.

دې غیرمسوولو قومندانانو او سیمه ییزو وسله والو ډلو له خپل پخواني کارکړنو څخه په ګټې اخیستنې د خپلو سیمو واکداري په لاس کې واخیسته په ګڼو نومونو یې هلته مېشت پخواني ازبک وګړي، پښتانه او یو شمېر هزاره وطنوال وځورول او په دې نامه چې ګواکې تر دوی یې واک زیات دی، دا کار کوي.

له شمال حوزې سره د تړلې جهادي اژدها دا ډول کړنو په تېرو دیارلسو کلونو کې شمال ولایتونه د تروریزم په یو دوامدار پټنځای بدل کړل، هلته ورسره دوی په دې نامه چې ګواکې کولای شي په راتلونکي کې د خپلو اوږدمهالو اهدافو له پاره ترې کار واخلي، سیمه ییزه همکاري وکړه چې اوس ټول شمال ترې رنځیږي.

په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې استازي، ولسوالان، د سیمه ییزې حکومتوالۍ مسوولین او نظامي مشران ټول د جهادي ډلو له لوري پخوانیو جهادیانو ته نوې نېکټایانې او نظامي درېشۍ ور واغوستل شوې او دوی عملاً هلته په محلي کچه په ظلم، وحشت او تروریزم سره د اړیکو په ساتلو بوخت وساتل شول.

 

شمال ولې ولسواکۍ ته پرې نه ښودل شو؟

جهادي مشران عملاً او په فکري ډول د ډیموکراسۍ او ولسي رایو خلاف دي. د دوی کړنې او عقاید نشي کولای چې حتی په پرېنسيپ کې له ډیموکراتیکو ارزښتونو سره جوړ راشي. له ټوپک، مرګ، انسان ځورونې سره یې بې اندازې مینه دا هر څه ثابتوي. د تعلیم مخنیوي، د فرهنګي هڅو او ارزښتونو سپکاوی او د مدني فعالیتونو بې مانا ګڼل، د جهادي ذهنیت اساسات دي.

د شمال د دیارلس کلن کاذب ثبات په اړه د ټولو ورکړل شویو راپورنو له مخې شمال حوزه په پوره ډول له رسنیو پټه وساتل شوه. هلته خاموش ناورین هغسې زورور و، لکه په جنوب او شرقي حوزه کې چې په ښکاره تروریستي ناورین و. شمال له یو ژور بحران څخه ځورېده ولې تر پایه پرې حاکمو جهادي واکدارانو یې په اړه څه ونه ویل.

د شمال په سطحه تر پایه د مدني، فرهنګي او روشنفکرانه جریانونو شاهدان نه وو، ځکه چې هلته جهادي تاړاک دا هر څه نه غوښتل. هلته ټولې بهرنۍ مرستې او د مرکزي حکومت توجه باید د یو شمیر خاصو جهادي حلقاتو له لوري شوې وائ چې بې له شکه دا ټول د شمال ټلوالې مجاهدین وو.

شمال له ټولو نورو سیمو برخلاف هلته روشنفکرۍ، ولسواکۍ او مدني جریانونو انکشاف ونه کړ. ګڼې نړیوالې مرستې وشوې، حکومت په کې د بیارغونې پروګرامونه تطبیق کړل، ولې بیا هم شمال د اتیایمو کلونو په څېر یوه سنتي او جهادي سیمه پاتې شوه چې د هلته مېشتو وګړیو او په ټوله کې د هېواد د راتلونکي له پاره خطرناکه وه. د دې هرې ستونزې پړه یوازې او یوازې پر شمال د حاکم جهادي ګروپ مشرانو او ښکته بدمعاشانو ته ورګرځي.

د شمال په مدني کولو او هلته د زده کړو او روزنیزو خدمتونو د پراخولو په برخه کې میراثي مشرانو هېڅ سالمه اراده نه درلوده. په واک سپرو مسوولینو چې د فکر او پوهې له تشې سره مخ و؛ جهاد، مقاومت، جمعیت، جنګ، قهرماني، ټوپک او سنګر د خپلې ذهني دایرې او حلقي مهم عناصر ګڼل او په همدې متکي چاپيریال او ذهنیت یې رامنځته کړی و.

 

له شمال سره روشنفکرانه خیانت او خاموشي

په کابل کې مېشت او له شمال سره تړلي ګڼ روشنفکران او لېبرال ځوانان عملاً د دوی د فاشیستو او مزخرفو مشرانو لاره تعقیب کړه. دوی په دې خاطر چې وتوانیږي په سیاسي لحاظ پیاوړي اوسیږي، د جهادي مشرانو خوا ونیوله او د هغوی تر شا ودرېدل. دې کار نه یوازې دا چې د جهادي اژدها ناکردې پټې کړې، بلکې نړیوال هم په دې وپوهېدل چې له شمال سره تړلي ځوان فعالین هغه څه غواړي چې د دوی جهادي لیډرشیپ یې غواړي.

له شمال حوزې سره په اتنیکي لحاظ تړلیو ټولو په نامه روشنفکره فعالینو فکر کاوه چې له جهادي لیډرشیپ سره د دوی نژدې اړیکې به په ولسي لحاظ دوی د هغوی ځای ناستي کړي. له دې لارې به ګڼ سیاسي ملاتړ ومومي او هغه فاصله چې فکر کېږي د دوی فکري جریانونو ترمنځ را منځته کېدونکې ده، پای پیدا کړي. ولې دوی په دې محاسبه کې غلط وو، هر څه برعکس شول.

د یادو لېبرالو او روشفنکرانو خاموشۍ او سکوت له یو لوی ولس سره د خیانت مانا درلوده. په شمال کې د همدې جهادي مشرانو په مرسته سیمه ییز جهادي شهزادګان وهڅول شول چې په مدني جریانونو سرمایه ګذاري وکړي او د دې سرمایه ګذارۍ په تخنیکي روزنه کې همدې یرغمل شویو سنتي ذهنیت لرونکیو روشنفکرانو ونډه درلوده.

په شمال کې ټول راټوکېدلي په اصطلاح فرهنګي او مدني جریانونه اوس له بالقوه سقوط سره مخ دي. دوی نور نشي کولای په جهادي ذهنیت د یوویشتمې پېړۍ تفکر ته لوری ورکړي او له تروریزم سره په مبارزه کې فعاله ونډه واخلي. د شمال روشنفکره کتله د دوی د جهادي مشرتابه له سیاسي پرېکړو او کړنو په دې خاطر ملاتړ کاوه چې ځانونه ورته د ولسي فعالینو په نظر ښه ښکارېدل او فکر کېده چې دوی به هم د خپلو تېرو شویو شاعرانو، لیکوالانو او پوهانو په څېر د پخوانیو ګوریلایي جنګیالیو له لوري ښه امتیازات ترلاسه کړي.

جنسي زور زیاتی، تبعیض او تجاوزونه، د کوچنیو ماشومانو ځورول، ناموسي وژنې، د نجونو پر مکتب بندیز او ګڼې نورې د بشري حقونو خلاف کړنې د شمال له نوم سره تړلې دي، ولې فعالو روشنفکرانو تر پایه په دې اړه څه ونه ویل او هلته دې حالت ورځ تر بلې ټولنیز تشنج او انزجار ته لاره هواره کړه. د هېواد په تاریخ کې به د دې نمایشي روشنفکرانو دا برخورد لوی زیان تر شا پرېږدي.

 

د شمال د ژغورنې لارې کومې وې؟!

د شمال حوزې له بحران څخه د نجات تر ټولو ستر منطق په دې کې و چې حکومت کولای شول له لومړي سره هلته د ښې حکومتوالۍ د اجراء په موخه ګڼ خپلواک او ټکنوکرات عناصر رامنځته او حمایه کړي. هلته د ولسواکۍ د ترویج او عملاً د یو ډیموکراتیک چاپيریال په خاطر باید جهادي – منطقوي قومندانان څنډې ته شوي وائ. دوی ته په محلي حکومتدارۍ او ولسي مشرۍ کې ونډه نه وائ ورکړل شوې او تر ټولو مهمه دا چې له سیمو د کره نظارت او راپور ورکونې یو فوق العاده میکانیزم رامنځته شوی وائ.

په شمال کې د جهادي لیډرشيپ تضعیف، هلته د محلي زورواکو کمزوري کول او تر دولتي واکمنۍ لاندې یې راوستل، شمال عملاً له جمعیت ګوند څخه د لومړي لاس بدلونونو په خاطر د دولت تر کنټرول لاندې راوستل، هلته د امنیتي سکتور حمایه او پیاوړتیا، د بیارغونې او سکتوري خدمتونو پر ځای استعمال او د نویو او روشنفکره قشر ملاتړ؛ هغه عوامل وو چې شمال به یې نن له دې بحران څخه ساتلی وائ.
نړیوالې ټولنې او دیارلس کلن مرکزي حکومت نه یوازې دا چې په شمال کې یې د مستقیمې لاس وهنې او هلته په روانو حالاتو د اساسي تمرکز هڅه ونه کړه، بلکې حاکم جهادي مشران یې پرېښودل چې ټول کارونه هغسې ترسره کړي چې د دوی سیمه ییزې منافع یې ایجابوي.

 

پایله

شمال په عملي ډول په بحران کې دی. له یوې متشنجې راتلونکې یې ډار کېږي او هلته مېشت وطنوال په یو جدي ګواښ کې ژوند تېروي. په یادو ټولو جریاناتو کې جمعیت ګوند او شمال ټلوالې یوازې د همدې چارې مشري کوله چې څنګه له دې پېښو د حکومت ضد فعالیتونو د کنټرول په برخه کې ګټه واخلي. څنګه وتوانیږي چې په حکومت فشار راوړي تر څو د دوی شخصي غوښتنې ومني. شمال د جمعیت ګوند له پاره د سترو شخصي ګټو لویه سرچینه ده.

شمال ته د صلاح الدین رباني وروستی سفر د هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په صفت نه، بلکې د جمعیت ګوند د مشر په صفت تر سره شو. یاد سفر یوازې د جمعیت ګوند د بدخشي مشرانو په خوښه و، نه د ټلوالې او جمعیت اسلامي د ټولو مهمو عناصرو په موافقه. د دې سفر یوازینۍ هدف همدا و چې وتوانیږي هلته له مېشتو جمعیتي قومندانانو سره د سیمه ییزو جنګي هڅو پر سر یوې هر اړخیزې موافقې ته ورسیږي. دا کار د ګڼو هغه مجلسونو په ترڅ کې وشو چې د شمال په کچه صلاح الدین رباني ترسره کړې.

 

یادښت:

(*) په دې اړه لږ څه مفصله یادونه په (اوربند) ویبسایټ کې زما په لومړۍ لیکنه (جهادي هیولا سقوط کوي) کې خپره شوې ده!

Leave a Reply

Your email address will not be published.