شمال کې د زعفرانو کښت او تولید زیات شوی

شمال کې د زعفرانو کښت او تولید زیات شوی

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې ۲۶ مه:

شمال په ځانګړې توګه بلخ ولایت کې د زعفرانو کښت او تولید په بېساري توګه زیات شوی دی.

بلخ کې یو شمېر زعفران کاران وايي، چې د زعفرانو تولید یې له پخوا څو چنده زیات شوی دی.

هغوی له حکومت غواړي چې زعفرانو ته يې د بهر صادرولو اجازه ورکړي.

په همدې حال کې د بلخ د کرنې ریاست وايي، چې هڅې روانې دي تر څو د بلخ ولایت زعفران بهر ته صادر شي.

د کرنې رییس ذبیح الله زوبین وايي، بلخ کې نږدې ۱۰۰ هېکټاره ځمکه باندې زعفران کرل شوي دي.

له هرات وروسته بلخ دویم ولایت دی چې زعفران په کې تولید کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.