د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پېټرک شناهن په یوې تازه مرکه کې ویلي، افغانستان کې د دوی ماموریت دا نه دی چې د خپلو پوځیانو شمېر راکم کړي، بلکې ددې لپاره دی چې د سویلي آسیا لپاره خپله جوړه شوې تګلاره پلی کړي.
هغه د سولې بهیر ته په اشارې ټینګار کړی، دا طالبان چې اوس د سولې خبرو ته ناست دي، د دوی د نظامي فشارونو پایله ده.
نوموړي ویلي چې افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وتلو او یا هم پاتې کېدو په اړه اوس مهال کوم نظر نه لري.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ګواکې امریکایانو قطر کې له طالبانو سره توافق کړی چې خپل سرتېري به له شپږو میاشتو نیولې، تر دوو کلونو له افغانستان څخه په بشپړ ډول کاږي.
Leave a Reply