شنونکي: پر اسدالله خالد لګېدلي تورونه بې بنسټه دي

شنونکي: پر اسدالله خالد لګېدلي تورونه بې بنسټه دي

 

د چارو یو شمېر شنونکي وايي، د بشر حقونو د نړیوالې ډلې لخوا د ملي دفاع په سرپرست وزیر لګېدلي تورونه بې بنسټه دي

پوځي کار پوه عتیق الله امرخېل وايي، د بشر حقونو نړیوالې ډلې لخوا پر اسدالله خالد وروستي تورونه د هغه پر ضد دسیسه ده.

د هغه په وینا، د بشر حقونو په سازمان کې ډېری کسان د پاکستان دي چې کار کوي او اسدالله خالد د پاکستان ضد څېره بلل کېږي

د سیاسي چارو بل کارپوه ګل احمد امیري بیا ویلي، سیمه ییزه او نړیوالې استخباراتي ادارې چې د افغانستان په امنیت او سوله کې خپل خیر نه ګوري او له اسدالله خالد په وېره کې دي، اوس غواړي د بې بنسټه راپورونو په خپرولو سره، خالد نوم بدی کړي او افغانستان کې له ترهګرۍ سره روانه بریالۍ مبارزه له ننګونو سره مخ کړي.

امیري له ولسي جرګې غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې اسدالله خالد او امرالله صالح ته د رای صندقونه کېدي او روانو شرایطو ته په کتلو دې دغو دوو پاکستان او طالب ضد څېرو ته د باور رایه ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.