په بغلان كې سيمه ييزو چارواكي وايي په دې سيمه كې د دولتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې، خو دا چې سيمې ته نور ځواكونه نه دي استول شوي امنيتي ځواكونه له سيمې وتلي دي.
د بغلان د ولايتي شورا يوه غړي ويلي په دې جګړه كې څلور پوليس وژل شوي او څو نور ټپيان دي. شهاب الدين ډنډ د بغلان يوه ولسوالي ده چې په دې وروستيو كې له طالبانو بيرته نيول شوى و.
په تيرژمي كې وسله والو طالبانو په ياده سيمه كې د برښنا يوه ستنه ويجاړه كړه او كابل څو اونۍ له برښنا بې برخې و.
Leave a Reply