(شهاب الدین ډنډ) ونیول شو

برښناد بغلان د شهاب الدین ډنډ سیمه امنیتي ځواکونو نیولې خو تراوسه هم د برښنا شرکت کارکوونکو ته د برښنا د ویجاړو شویو ستنو د جوړولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د برښنا شرکت د خپرونو رییس وحیدالله توحیدي وایی هغه سیمه امنیتی ځواکونو نیولې ته چې کله د کار زمینه برابره شوه د دوی کارمندان به د برښنا ویجاړې شوې ستنې بیرته جوړې کړي.

هغه وایی کارکوونکي یې چمتو دي چې هروخت اجازه ترلاسه کړي دا کار به وکړي.

په همدې وخت کې د بغلان د امنیې قومانداني وایی چې تراوسه هم په سیمه کې خطر شته چې بشپړه پاکه شوه نو دوی به هم د برښنا کارمندانو ته د کار اجازه ورکړي.

نیژدې شل ورځې کیږي چې په بغلان کې د برښنا ستنو د ویجاړولو له امله په کابل ښار برښنا پرې شوې ده.

دا لومړۍ ځل نه ده چې کابل ښار په ژمي کې له برښنا بې برخې کیږي، بلکې تیر کال هم په سالنګونو کې د واورو ښویدو له امله د برښنا څو ستنې ویجاړې شوې  چې کابل ښاریان یې بې برښنا کړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.