شهرزاد اکبر د بشر حقونو کمېسیون مشره شوه له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني د بشري حقونو کمېسیون لپاره نوي کمېشنران او مشره ټاکلي دي. خبرپاڼه کاږي، د سولې په چارو کې د ملي امنیت شورا دفتر مرستیاله شهرزاد اکبر د سیما سمر پر ځای د بشري حقونو کمېسیون مشره ټاکل شوې ده. یو شمېر رسنیو بیا خبر خپور کړی چې د بشري حقونو کمېسیون مخکېنۍ مشره سیما سمر د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیره ټاکل شوې ده. خو تر اوسه رسمي سرچینو ددې خبر پخلی نه دی کړی.
Leave a Reply