د امریکا د سنا جرګې غړي براډ شېرمن له عمران خان سره د لیدنې پر مهال د امریکا پر حکومت غږ کړی دی چې افغان حکومت تشویق کړي چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژني.
نوموړي څرګنده کړې، لکه څنګه چې ټوله نړۍ دغه کرښه په رسمیت پېژندلې، افغان حکومت دې هم دغه کار وکړي.
د امریکا د سنا جرګې غړی ممکن د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هڅولی وي چې دغه موضوع مطرح کړي.
یو شمېر سیاسیون چې څه موده مخکې پاکستان ته تلي و هلته یې د ډیورنډ کرښې رسمي کېدو غوښتنه کړې وه چې د افغانانو له سخت غبرګون سره مخ او هغوی ته یې د ملي خاینانو لقب ورکړ.
Leave a Reply