صالح: افغانان به هېڅکله پاکستان ته سر ټیټ نه کړي

صالح: افغانان به هېڅکله پاکستان ته سر ټیټ نه کړي

د کورنیو چارو مخکېني سرپرست وزیر او راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د دولت جوړوونکي ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، افغانان به پاکستان سره ممکن  تړونونه ولري، خو هېڅکله به دغه هېواد ته سر ټیټ نه کړي.

 

صالح چې د فرانسې له فرانس ۲۴ شبکې سره مرکه کړې ده ویلي، د طالبانو ډلې پخوانی مشر ملا عمر افغانستان کې نه، بلکې پاکستان کې اوسېده او هملته وژل شوی دی.

 

امرالله صالح تر دې وړاندې په وار وار پاکستان تورن کړی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي او د افغان جګړې د تمویل لویه سرچینه همدا هېواد دی.

 

ښاغلی صالح پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تازه  ویلي چې افغانستان کې د موقت حکومت غوښتونکی دی او دغه حکومت به د افغانانو ستونزې حل کړي.

هغه خبرې چې په پراخه کچه يې غبرګونونه راپورته کړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.