د کورنیو چارو وزارت مخکېني وزیر امرالله صالح ویلي: د سولې کیلي کابل کې نه، بلکې د پاکستان راولپېنډۍ ښار سترو جنرالانو سره ده
صالح ویلي، افغان حکومت سولې ته تل قوي اراده لرلې او لا یې هم لري
د صالح په خبره، که مونږ فکر وکړو چې د سولې کیلي افغانستان کې ده، خو بیا مونږ د روانې جګړې قرباني نه، بلکې تورن او شکمن شولو.
امرالله صالح ټینګار کړی، چې که مونږ فکر وکړو د سولې کیلي کابل کې ده، نو اسلام آباد او هغه هېواد کې مو افغانستان ضد کړیو ته برات ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت مخکېني وزیر ویلي که مونږ فکر وکړو چې د سولې کیلي افغانستان کې ده، نو ددې خاورې وژل شوي زرګونه ځوانان په تېري کې وژل شوي، نه له خاورې دفاع کې.
د صالح په خبره، دښمن هېڅکله نه دي غوښتي او نه هم غواړي چې ولسمشرۍ ماڼۍ دې تصمیم نیونکې وي، بلکې د افغانستان دښمن غواړي ارګ لیرې وساتي او ځان خپلو موخو ته ورسوي.
د صالح په وینا، هغه څه چې اوس د سولې په نوم مونږ ته نه، امریکایانو ته ورکول کېږي، سوله نه ده، بلکې د پاکستان او طالبانو لخوا تسیلمي ده
Leave a Reply