صالح: مسکو کنفرانس کې ګډون د پردیپالۍ اوج دی

صالح: مسکو کنفرانس کې ګډون د پردیپالۍ اوج دی

 

د کورنیو چارو وزارت مخکېني وزیر او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د مسکو جوړېدونکې ناستې ته په اشارې  ویلي: دغه ناسته کې ګډون په ارزښتونو ملنډې وهل او ترهګرو ته زارۍ کول دي.

صالح په تونده ژبه نیوکه کړې، چې د مسکو په ناسته چې څوک ګډون کوي، د پردپیپالۍ وروستی  حد یې ښکاره کوي.

د مسکو د ناستې په ګډون کوونکو  د صالح بله نیوکه دا ده چې دې غونډه کې ګډون دښمن ته مُسکا او په ملي روحیې د زهرو پاشل دي.

د صالح سربېره، ډېری افغانان په دې باور دي چې د مسکو ناسته د افغانستان له وضعیت سره هېڅ راز مرسته نه شي کولای.

ټاکل شوې ده، چې په دغه ناسته کې حامد کرزی، حنیف اتمر، محق محقق او یو شمېر نورې څېرې ګډون وکړي.

دغه ناسته د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې جوړېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.