صالح: ډیورنډ توره کرښه زمونږ پر سینه راکش شوې، خو قباله يې افغانانو سره ده

صالح: ډیورنډ توره کرښه زمونږ پر سینه راکش شوې، خو قباله يې افغانانو سره ده

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې ۱۷ مه:

د دولت ساز ټیم لومړي مرستیال او د ملي امنیت مخکېني رییس امرالله صالح د لویې پکتیا ولسونو ته د خپلې وینا پر مهال ویلي: ډیورنډ هغه توره کرښه ده چې زموږ پر سینه راکش شوې، خاوره د دوی په لاس کې ده خو قباله یې زموږ په لاس کې ده. ولسمشر ژمنه کړې چې دا قباله به هېڅله هم دوی ته په لاس کې ورنکړي.

هغه ټینګار کړی چې زما لوی ارمان دا دی تر څو د افغانانو له مشترک هویت دفاع وکړم.

نوموړې زیاته کړې چې کلونه کېږي زمونږ هویت له برید سره مخ شوی دی، خو برید کوونکي تل شرمېدلي دي.

هغه دا هم ویلي: تر هغه وخته چې د پکتیا شمله اوچته وي، زموږ سر به هېڅ کله هم ټیټ نشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.