صدیقي: افغانان د ملا هبت الله د پیغام اورېدو ته اړتیا نه لري

صدیقي: افغانان د ملا هبت الله د پیغام اورېدو ته اړتیا نه لري

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې ۱۷ مه:

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د طالبانو د مشر ملا هبت الله د اختریز پیغام  غبرګون کې ویلي، د افغانستان خلکو د طالبانو د هېڅ پیغام اورېدو ته اړتیا نه لري.

صدیقي څرګنده کړې، چې طالبان د ا فغانستان د جګړې اصل عاملین دي.

د هغه په خبره، د افغانستان خلک به هېڅکله ددې ډلې په خبرو تیر نه وځي.

د صدیقي په وینا، افغان حکومت تمه لري چې طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای او جګړه نوره بس کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.