صلاح الدين رباني به استيضاح شي

د افغانستان د ملي شورا شپږم كالولسي جرګې د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو او د بهرنیو چارو وزیران  په بهر کې د افغان كډوالو د ستونزو په تړاو عمومي غونډې ته ورغوښتي وو، خو د بهرنیو چارو وزیر  صلاح الدين رباني ولسي جرګې ته ورنغی، د ولسي جرګې ډيرو غړو په دې اړه تند غبرګون وښود.د ولسي جرګې غړي وايي دا مسوليت يوازې د كډوالو او بيا راستنيدونكو چارو وزارت نه دى بلكې د بهرنيو چارو وزارت هم په دې اړه مسوليت لري او صلاح الدين رباني د ولسي جرګې عمومي غونډې ته په نه ورتلو دغه جرګې ته سپكاوى كړى دى.

د ولسي جرګې غړى غلام حسين ناصري وايي: (د ولسي جرګې مهمه اجندا ته نن پاملرنه ونه شوه او د بهرنيو چارو وزير رانغى چې دا د ملت له كورسره بې پروايي ده .)

په ولسي جرګه كې د پروان د خلكو استازې ربابه پرواني وايي: (لس ورځې وړاندې وزير ته په دې اړه مكتوب استول شوى و چې بايد ځان يې چمتو كړى واى او دا چې نه راځي نو د خلكو اصولو له مخې يې بايد په اړه پريكړه وكړو.)

ولسي جرګې تر بحث وروسته پريكړه وكړه چې د افغان كډوالو د ستونزو په اړه د كډوالو او راستنيدونكو چارو وزير عمومي غونډې ته د معلوماتو په موخه وروغواړي  او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني بايد استيضاح شي .

دا لومړی ځل نه دی چې د حکومت ځینې چارواکي د ملي شورا په وړاندې بې پروایی ښیی، تر دې مخكې هم ډير وزيران چې عمومي غونډې ته ور بلل شوي نه دي ورغلي چې د ځينو په اړه يې په غياب كې پريكړې شوې ده، دا چې د بهرنيو چارو وزير به په عمل كې استيضاح شي او كه نه وروسته به روښانه شي ، ځكه  ويل كيږي په مخكې وختونو كې ډير كله په داډول مسايلو كې ولسي جرګه او وزيران د معاملې په پايله كې حل كړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.