ضیاء: که د سولې پروسه ټکنۍ شي، وسله وال به هر ځای کې په نښه کړو

ضیاء: که د سولې پروسه ټکنۍ شي، وسله وال به هر ځای کې په نښه کړو

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ډاکټر یاسین ضیاء نن رسمآ خپله دنده پیل کړه

 

ښاغلي ضیاء د خپلې معرفۍ په مراسمو کې د وینا پر مهال خبرداری ورکړی، که د سولې بهیر یوې نتیجې ته ونه رسېږي، د حکومت وسله وال مخالفین به د هېواد په هره څنډ کې وځپي.

 

د ضیاء په خبره، د افغانستان مزدور دښمنان هېڅکله نه غواړي چې موږ یوه پیاوړې اردو ولرو.

 

نوموړي ټینګار کړی دی چې افغان ځواکونه د تل پاتې سولې تامین لپاره هڅې کوي.

 

ډاکټر یاسین ضیاء ویلي چې د افغانستان د بودیجې زیاته برخه په تحمیلي جګړو لګول کېږي او اړتیا ده چې د دې جګړې د ورکېدو لپاره خپلې هڅې وکړو.

 

 

هغه زیاته کړې چې دفاع وزارت کې به کار اهل کار ته وسپاري.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ډاډ ورکړی چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی يې په لومړیتوب کې دی.

 

بلخوا د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد له سیاسیونو غوښتي چې د افغان ځواکونو په چارو کې دې لاس وهنه نه کوي، ځکه په وینا یې چې مونږ د دوی په سیاسي کارونو کې کار نه لرو.

 

نوموړي ویلي چې په خپله ژمنه ولاړ دی او د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفین به په هر ځای کې وځپي.

 

ښاغلي خالد ژمنه کړې چې اردو به لا جوړوي.

 

د ملي دفاع سرپرست وزیر دا هم ویلي چې د حکومت په مخالفینو فشارونه زیات شوي دي او ډېر ژر به سولې ته تن ورکړي.

 

خالد هغه اوازې هم رد کړي چې ګنې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي، نوموړي زیاته کړې چې دغه تبلیغات د دښمن دسیسه ده.

 

هغه ویلي، که امریکایان ووځي هم، مونږ به ددې هېواد مشري کوو او چارې به یې مدیریت کوو.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.