طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو په هدف په یو ټولمنلي قوي ټیم کار روان دی چې ژر به بشپړ شي.

 

د ولسمشر ویاند هاروون چخانسوري ویلي: دغه ټیم به قوي وي او له هر قشر به په کې استازي موجودوي.

 

هغه ویلي داسې یو پلاوی به جوړوي چې د ګردې ټولنې استازیتوب وکړای شي.

 

ارګ پر داسې مهال د مذاکراتي ټیم په جوړېدو کار پیل کړی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي و افغان حکومت باید له طالبانو سره د خبرو په هدف یو ټولمنلی ملي ټیم جوړ کړي.

 

له بل لوري بیا قطر کې لا هم د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ خبرې روانې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.