طالبانو ته د کرزي تازه سپارښتنه

طالبانو ته د کرزي تازه سپارښتنه

مخکېني ولسمشر حامد کرزي ویلي اسلام آباد کې د طالبانو او امریکا خبرې به افغانستان د سیمه ییزې سیالۍ په ډګر بدل کړي.

کرزي ویلي پاکستان کې به د امریکا او طالبانو خبرې هېڅ مثبته پایله ونه لري

هغه کرزي له اسوشیټیډ پریس اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي، نه غواړي چې د سولې بهیر او ورته نور حرکتونه د سیالو ځواکونو له لورې په افغانستان د نفوذ لرلو لپاره وکارول شي.

کرزي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني

کرزی پر داسې مهال دغه خبرې کوي چې ټاکل شوې ده چې طالبانو سبا له پاکستاني چارواکو او زلمي خلیلزاد سره په اسلام آباد کې خبرې وکړي.

ځینې نا تایید شوي راپورونه دا هم دي چې ممکن طالب استازي اسلام اباد کې د سعودي عربستان له پلاوي سره وګوری

له پاکستانیو چارواکو سره د طالبانو دغې ښکاره  ناستې پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.