طالبانو تښتولي پوليس وژلي دي

غزنيد هغو پنځو پوليسو له ډلې چې په غزني  ولايت كې وسله والو طالبانو تښتولي وو د دوو مړي موندل شوي دي. دا پنځه سرتيري تېره اونۍ د اندړو په ولسوالۍ كې له يوه بس څخه وسله والو كوز كړي وو. د غزني امنيتي چارواكي وايي له دې ډلې د دوو پوليسو مړي نن د غزني په اسفندي دښته موندل شوي او روغتون ته ليږدول شوي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر اسدالله شجاعي وايي دا پوليس د اندړو په عاشق آباد سيمه كې تښتول شوي وو چې تيره شپه وژل شوي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.