طالبانو خپل شرطونه په ډاګه کړل

چينچیني چارواکو په قطر کې د طالبانو له دفتر سره اړیکه نیولې ده. د پاکستان چاپ «امت نیوز» ورځپاڼه وایی د چین سفارت په دې موخه له طالبانو سره اړیکه نیولې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې ټاکونکی رول ولوبوي.

«امت نیوز» وایي طالبانو د سولې په خبرو کې د چین منځګړیتوب منلی او چیني چارواکو ته یې خپل شرطونه هم وړاندې کړي دي.

طالبانو له افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیانو وتل د شرط په توګه یاد کړي دی ««امت نیوز» وایی چې د خبرو اصلی لوري طالبان او امریکا متحده ایالات دي.

د طالبانو دفتر په قطر کېدا ورځپآڼه وایي چینایي چارواکو په دوحه کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره د اړیکو ټینګښت په موخه د دغه دفتر له استازو سهیل او انجینر نعیم سره کتلي دي. «امت نیوز» وایی چین هڅه کوي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې خپله ونډه ډیره کړي.

د طالبانو سرچینو هم منلې هغه لار نقشه یی چینایي چارواکو ته وړاندې کړې چې د پګواش په ناسته کې یې وړاندې کړې وه.

د طالبانو سرچینو ویلي چې دوی چینایي چارواکو ته ویلي د مذاکرې اصلي لوري طالبان او امریکا دي ځکه د دوی په اند د کابل دولت د دغه مذاکرې د بریالیتوب په موخه  کافي واک نه لري.

ارګ«امت نیوز» وایي د امریکا متحده ایالات په حقیقت کې د جګړې لوری دی، خو هڅه کوي ځان بې پرې وښیي او مذاکره د دولت او طالبانو په کچه محدوده کړي.

دغه پاکستانۍ ورځپاڼه وايي چینایي چارواکي د طالبانو په سیاست او چلند خوښ نه دي ځکه امریکا په ښکاره نه غواړي چې د طالبانو په اړه ښکاره خبرې وکړي.

له بلې خوا طالبانو ویلي په اسلام آباد کې د احتمالي خبرو په اړه د پاکستان په  منځګړیتوب اعتراض نه لري. د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین هیوادونو تر څلورمې ناستې وروسته اعلان وکړ چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ مذاکره به د مارچ په لومړیو کې په اسلام آباد کې ترسره شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.