طالبانو دوه مالدوفايي پیلوټان خوشې کړل

طالبانو دوه مالدوفايي پیلوټان خوشې کړل

دوه مالدوفايي پیلوټان چې په ۲۰۱۵ کال کې د یوې طیارې د سقوط له امله د طالبانو لاس ته ورغلي و خوشې شوي دي.

د نوموړي هېواد مسوولینو ویلي، دغه کسان مکسیکو ته انتقال شوي دي او اوس تر جدي درملنې لاندې دي.

دغو دوو پیلوټانو د یوناما یوه طیاره چلوله چې فاریاب ولایت کې سقوط او وروسته له هغه د طالبانو لاس ته ورغلل.

یاد کسان د شنبې په ورځ خوشې شوي دي.

مسوولینو نه دي ویلي چې دغه وده پیلوټان په کوم اساس خوشې شوي، ایا طالبانو ته پیسې ورکړل شوي که کوم بل امتیاز

Leave a Reply

Your email address will not be published.