طالبانو د امریکایانو مسوولانه وتلو تعریف وړاندې کړ

طالبانو د امریکایانو مسوولانه وتلو تعریف وړاندې کړ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله تازه مرکه کې ویلي، دوی هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د مسوولانه وتلو غوښتونکي دي.

 

مجاهد ویلي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د مسوولانه وتلو تعریف دا دی چې امریکایان باید مونږ ته دا ضمانت راکړي چې نور به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي او د بې ثباتۍ ټولې پلمې به ختموي.

 

د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې له یو شمېر افغان سیاسي څېرو سره یې د خبرو اترو او ناستو هدف دا دی چې دوی د یوې بلې جګړې له پيل وېره لري.

 

د مجاهد په وینا، هغو افغان څېرو سره یې چې کتلي دي، هر راز غوښتنې او هداف لري.

 

د طالبانو څرګنده کړې چې نور هېڅوک نه غواړي د شخصي ګټو او هدافو په خاطر روانه جګړه وغځېږي او پلان لري چې روان جنګ پای ته ورسوي.

 

د مجاهد په خبره، که امریکایانو د وتلو مهالوېش اعلان کړی، له سیاسي څېرو سره به د ناستې پر مهال د اوربند په تامین غور وکړي.

 

د طالبانو ویاند ټینګار کړی، که اووم پړاو مذاکرات یوې محسوسې پایلې ته ونه رسېدل او امریکایانو په خپلو غوښتنو ټینګار کاوه، دوی اړ دي چې په مذاکراتو بیا کتنه وکړي او خپل تصمیم اعلان کړي.

 

مجاهد دا هم ویلي چې هېڅ یو بهرنی سرتېری ورته د منلو وړ نه دی.

 

د طالبانو ویاند څرګنده کړې چې دوی اوس د القاعده شبکې له یوه غړي سره هم اړیکې نه لري؛ خو ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان کې لا هم د القاعده شبکې زرګونه غړي فعال حضور لري او طالبان ورسره اړیکې پالي.

 

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، په اووم پړاو خبرو کې چې اوس روان دي، دواړه لوري مسحسوسو نتایجو ته سترګې په لار دي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.