طالبانو د حكومت سيمه محدوده كړې ده

جیمز کلپرد امریکا د ملي امنیت مشر، جیمز کلپر د امریکا د سنا یوې غونډې ته ويلي چې افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د سیاسي سقوط له خطر سره مخامخ دی.

د امریکا د ملي استخباراتو اداره د سي آی اې په ګډون د امریکا د ۱۶ استخباراتي ادارو تر منځ همغږي کوي. ښاغلي کلپر وویل سیاسي جوړجاړی مخ پر ځوړ دی، حکومت د سرچینو د کموالي له جدي ګواښ سره مخامخ او د طالبانو د بریدونو کچه هم لوړه شوې ده.

په همدې غونډې کې د امریکا د پوځي استخباراتو مشر، ډګر جنرال ونسنت ستویوارډ، وویل سره له دې چې افغان ځواکونه د طالبانو او نورو اورپکو پر ضد د جګړې مشري کوي، دوې له یو لړ ستونزو او ازموینو سره مخامخ دي.

نوموړي دا خبره هم وکړه چې “طالبانو د افغان حکومت د کنترول سیمه محدوده کړې ده.” په داسې حال کې چې افغان حکومت وايی له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیلوي، خو امریکايي چارواکي ډاډه نه دي چې دغه مذاکرات به بریالي شي.

د ښاغلي کلپر په وینا د سولې د خبرو لپاره د طالبانو شرطونه په خپل حال پاتې دي او کوم تغیر یې نه دی کړی. طالبان د سولې د خبرو د پيل لپاره تر ټولو مخکې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.