طالبانو د پکتیا د شپږو ولسوالیو لارې تړلې دي.

پکتیاوسله والو طالبانو د پکتیا ولایت مرکز ته راغځېدلې لارې د وړمې ورځې له ماښام راهیسې بندې کړې او په ځینو سیمو کې یې پلټنې پیل کړې دي. په کردیز کې دولتي چارواکي وايي، دوی چاڼیز عملیات پیل کړي او ځواکونه یې سیمې ته استولي‌ خو ځايي خلک ادعا لري، چې زیاتره دولتي چارواکي له تیرو څلورو ورځو په مرکز کې حاضر نه وو او دطالبانو هم خپل فعالیت په همداسې موقع کې پیل کړی دی.

تازه راپورونه وايي، چې د مېرزکې ولسوالۍ شوات په سره تنګي سيمه کې طالبانو د شپږو ولسوالیو لارې بندې کړې، نه خلک د ولسوالیو خواته تللی شي او نه بیرته راوتلی شي. ځايي خبریالان وايي، په میرزکه کې طالبان د غونډیو په سرونو ناست دي او خلکو ته وايي چې دوی په هاخوا شپږو ولسوالیو کې عملیات لري.

بل خوا د رباط په سیمه کې د جګړې راپورونه ورکړل شوي دي، خو لا دولتي امنیتي سرچینو دغه جګړه نده تایید کړې. په ځاځي اریوب ولسوالۍ هم تېره شپه د برید په ترڅ کې یو بېم وې موټر ویجاړ شوی دی.

سهارني معلومات په ډاګه کوي، چې طالبانو د ګردیز زرمت لاره هم تړلې خو ځايي خلک وايي، چې هلته په لاره کې طالبان نشته مګر ماینونه یې خښ کړي او خلک ویرېږي او له سیمې نشي تېرېدلای.

د پکتیا خلک وايي، دوی دولت ته په وار وار شکایت وکړ چې حالات ورځ تربلې ترینګلي کېږي، دوی لیدل چې طالبان ډله ډله راځي او په سیمه کې منسجم کېږي، دوی په ولسوالیو او کلیو کې د طالبانو له فعالیتونو او ګواښونو سخت تنګ راغلي وو، خو دا خلک وايي دولت ددوی خبرې عادي وګڼلې او حتی اوس هم کوښښ کوي دا حقیقت پټ وساتي چې په پکتیا کې حالات مخ په خرابیدو دي.

ځايي خلک وايي، پکتیا ته ځانګړې پاملرنه پکار ده او که زر تر زره عملیات ونشي یوازینۍ ولایت چې په اسانۍ یې مرکز ددولتي ځواکونو له لاسه وتلی شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.