طالبانو ملا رسول د خپل مشر په توګه وټاکه

طالبانو ملا رسول د خپل مشر په توګه وټاکهد ملا اختر منصور مخالفو طالب مشرانو په یوه لویه غونډه کې ملا رسول د طالبانو د تحریک د مشر په توګه نومولی او وايي، دا د طالبانو د اسلامي امارت د عالي شورا وروستۍ پرېکړه ده.

هغه راپور چې طالبانو د عالي شورا په نوم خپور شوی، پکې ویل شوي، چې ملا منصور دادالله او شیرمحمد منصور د ملا محمد رسول د مرستیالانو په توګه د عالي شورا له خوا غوره شوي دي. منصور دادالله د طالبانو دجنګي مشر ملادادالله ورور دی، چې ادعا کوي په زابل کې دی او د ملا اختر منصور له ټاکنې سره یې ځکه مخالفت کاوه چې په خبره یې هغه د پاکستان استخباراتو په طالبانو تحمیل کړی دی.‌

شیر محمد منصور د پخواني جهادي قوماندان مولوي نصرالله منصور زوی دی. پاکستانۍ ورځپاڼې وايي، چې د ملا عبدالقیوم ذاکر په څیر ځینو طالب مشرانو د نوي مشر د ټاکنې په غونډه کې برخه نه وه اخستې.

دغه راز ځینې طالب مشران لکه د طالبانو د رژیم د کورنیو چارو وزیر ملا عبدالرازق، د کندهار پخوانی والي مولوي حسن روحاني او د طالبانو د واکمنۍ د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ملا عبدالجلیل بې طرفه پاتې شول. ویل کېږي چې دغه کسان نه د ملا اختر منصور د مشرتابه ملاتړ کوي او نه هم د ملا محمد رسول.

د ملا عمر د مړینې له خبر سره طالبان د مشرتابه د ټاکنې پرسر په ژورو اختلافونو کېوتي دي، ځینې څارونکي وايي، چې دا ستونزه دومره جدي ده چې پاکستان یې هم د حل کولو توان نلري، خو ځینې نور بیا وايي، چې پاکستان له دې موقع استفاده کوي، ددوی د غوښتنو خلاف طالبان یې څنډې ته کړل او پرځای یې د طالبانو یوه داسې شبکه جوړوي چې نه له بهرنیانو سره اړیکه ولري، نه له افغان دولت سره پخپل سر تماسونه وساتي او نه هم ددوی د ګټو خلاف حرکت وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.