طالبانو وردګو کې ۴۲ ملکي روغتونونه وتړل

طالبانو وردګو کې ۴۲ ملکي روغتونونه وتړل

افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په میدان وردګو کې د افغان ځواکونو له خطرناکو بریدونو وروسته پرې طالبانو فشار راوستی چې دوی پورې اړوند روغتیايي مرکزونه وتړي.

اعلامیه کې ویل شوي، د میدن وردګو ولایت په ۹ ولسوالیو کې چې دوی روغتیايي مرکزونه لري، زیاتره یې طالبانو تړلي دي.

سویډن کمېټې اندېښنه ښودلې چې د طالبانو لخوا  ددې روغتیايي مرکزونو په  تړل کېدو سره نږدې شپږ زره عام خلک چې ماشومان هم په کې دي، له روغتیايي خدماتو بې برخې شوې دي.

دغه کمېټه د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل د بشر حقونو خلاف عمل بولي او د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې له هغو اعمالو لاس واخلي چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.