طالبانو په غزني کې اور ژبی ديني عالم وژلی دی

مولوي غلام جیلانيوسله والو طالبانو د غزني یو مشهور دیني عالم نن په هغه ښار کې وژلی دی. مولوي غلام جیلاني په خپل موټر کې روان و، چې مقناطسي ماین یې په موټر کې چاودنه وکړه او نوموړی ووژل شو.

جیلاني د طالبانو پرضد د ویناوو او تبلیغ اورژبی مبارز و، ده په غزني ښار کې یوه دیني مدرسه درلوده ځوان زده کوونکي به یې د طالبانو د دسيسې پرضد چې له پاکستاني استخباراتو خړوبېږي له معلوماتو او علمي دیني زده کړې سمبالول.

کله چې په ننګرهار کې د کابل بانک پرڅانګه طالبانو برید وکړ او ګڼ کسان یې ووژل مولوي جیلاني طالبانو ته د خنځیرانو خطاب وکړ او ویې ویل، دا توطیه له هیواده د باندې جوړه شوې او مقصد یې په افغانستان کې د ثبات، بیارغونې له منځه وړل او د افغانانو د ژوند خلاف جګړه ده. وروسته طالبانو هغه څو ځله وګواښه، څو ځله یې پرنوموړي ناکام بریدونه وکړل.

مولوي جیلاني طالبانو او په ښار کې د طالبانو همرازو ملګرو اړ کړ، چې ده کاله په تبعید کې ژوند وکړي. مولوي اوس بیرته غزني ته راستون شوی و او په خپله مدرسه کې یې یوه رادیو هم جوړه کړې وه، چې دیني او اخلاقي معلومات یې ځنې خپرول.

د غزني خلک ددغه دیني عالم په وژنه سخت غبرګون ښودلی او وايي، د پاکستاني استخباراتو په اشاره طالبان ځکه داډول عالمان وژني چې په دیني زده کوونکو کې وطن ضد احساسات د دین په سخت دریځه بڼه کې پیچلي پاتې شي او خلک د ناخبرۍ له وجې ددين په نامه د خپلو خلکو پرضد جګړې ته دوام ورکړي.

د غزني اوسېدونکي ادعا کوي، چې د غزني د کلیو او ولسوالیو په نسبت په ښار کې طالب جنګیالي او جاسوسان یې ډېر فعال دي او ملي امنیت په دې چاره کې پاتې راغلی چې د ښار طالبان وپیژني او مهار یې کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.