طالبانو په غزني کې د نجونو ښونځی الوزولی دی

په غزني ولايت کې د نجونو يو ښوونځی په بمونو الوزول شوی دی.
د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، چې دا ښوونځی د مرکز په قره باغي سيمه کې تېره شپه شاوخوا يوه بجه الوزول شوی دی. د غزني د امنيه قومندانۍ وياند فهيم امرخيل د پېښې د پخلي تر څنګ ويلي، چې ياد ښوونځی د وسله والو طالبانو له لوري الوزول شوی دی.
چارواکي وايي په پېښه کې چا ته د سر زيان نه دی اوښتی، خو د ښوونځي ودانۍ ويجاړه شوې ده. د غزني ولايت د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې دې ښوونځي په يوه کرايي کور کې فعاليت کاوه، چې په پېښه کې ورته دروند مالي زيان اوښتی دی.
که څه هم د پېښې پړه تر دې مهاله چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو تېره اونۍ وسله والو طالبانو په غزني کې د نجونو د دیني زده کړو دېرش مدرسې تړلې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.