ناپېژاندو وسله والو د غزني ښار تړې یوې ولسوالۍ له لارې شپږ مسافر له موټر ښکته کړي او یو نامعلوم لوري ته یې وړي دي.
له سیمې ځايي خلکو اوربند ته ويلي، چې وسله والو دغه خلک چې غزني ته په لاره وو، د ګیلان ولسوالۍ په دالان سیمه کې ښکته کړي او تردم ګړۍ یې برخلیک څرګند ندی. ځايي خلک وايي، چې په تښتول شوو کې څلور مېرمنې دي.
ولایتي چارواکي د پېښې پړه پر طالبانو اچوي خو ځايي خلک وايي، دوی وېرېږي چې داکار داعش نه وي کړی، ځکه چې پخوا داسې پېښه نه وه شوې او مېرمنې کله هم اختطاف شوې نه وې. د ځايي خلکو په خبره تښتول شوي ټول هزاره وګړي دي.

په غزني کې په تېرو شپږو ورځو کې امنیتي وضعیت ډېر ترینګلی شوی او وسله والو یاغیانو څو ځله لارې هم بندې کړې دي.
Leave a Reply