طالبانو په غور ولایت کې د یوې کورني غړي تښتولي دي

طالبانو په غور کې، د یوه ځايي قومندان د کورنۍ ۱۳ غړي تښتولي دي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، چې دغه کسان د غور د دولینه ولسوالۍ له فرا رود کلي تښتول شوي دي.
د نوموړي په وینا دغه کسان د یوه ځایي قومندان تاج محمد د کورنۍ غړي دي. ده زیاته کړې چې د سیمې د قومي مشرانو او مخورو په مرسته یې هڅه پیل کړې څو دغه کسان د طالبانو له منګولو را خلاص کړي.
خطیبي زیاته کړې چې د معلوماتو له مخې دغه کسان سرتاجې سیمې ته تښتول شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.