طالبان: امریکا سره د سولې هوکړې لاسلیک ته چمتو یو

طالبان: امریکا سره د سولې هوکړې لاسلیک ته چمتو یو

محور؛ شنبه، د زمري میاشتې ۲۶ مه:

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي، دوی له امریکا سره د سولې د خبرو توافق امضا ته چمتو دي.

د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، له امریکا سره د سولې د هوکړې ټولې مادې د دوی لخوا وروستۍ شوې دي.

د هغه په خبره، اوس مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش پر ځینو مواردو کار روان  دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامیپیو هم تېره شپه د خپل هېواد مشرانو ته د افغان سولې په تړاو د وروستیو پرمختګونو مالومات ورکړي دي.

لوېدیځې رسنۍ وايي، د افغان سولې په تړاو د امریکایي چارواکو د تېرې ورځې ناسته بې نتیجې پای ته رسېدلې.

امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې د سولې هوکړه کې لا هم د ځینو پوښتنو ځواب ته اړتیا ده.

ډونالډ ټرمپ د تېرې ورځې له ناستې وروسته په یوه ټویټ کې ویلي و چې ناسته يې ډېره ښه وه، خو که امکان يې و د سولې هوکړه به لاسلیک کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.