طالبان او خلیلزاد راتلونکې اوونۍ ۷ ام پړاو خبرې پیلوي

طالبان او خلیلزاد راتلونکې اوونۍ ۷ ام پړاو خبرې پیلوي

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي له طالبانو سره یې اووم پړاو خبرې د جون میاشتې په ۲۹ امه نېټه پیلېږي.

خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې لیکلي چې ټولې خواوې د سولې خبرو کې چټک پرمختګ غواړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم منلې چې اووم پړاو خبرې به یې د جون په ۲۹ ام پيلېږي.

خلیلزاد له دې وړاندې ویلي و چې له طالبانو سره په دې پړاو خبرو کې به پر دوو مسایلو بحث کوي چې یو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي او بل هغه یې نورو هېوادونو ته د افغانستان د خاورې نه خطر دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.