وسله والو طالبانو د حکومت هغه ګام ستایلی چې ددې ډلې زیات شمېر بندیان یې خوشې کړې دي.
د طالبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د حکومت دغه ګام ستايي او د دوام غوښتونکي يې دي.
طالبانو ویلي چې د ولسمشر غني له حکم وروسته، تر اوسه یې ۲۶۱ ملګري د افغان حکومت له زندانونو خوشې شوي دي.
افغان حکومت تازه اعلان کړی چې د طالبانو نږدې ۹۰۰ بندیان به خوشې کړي.
د ۹۰۰ بندیانو د خوشې کېدو لړۍ له یوې اوونۍ راهیسې پیل شوې چې تېره ورځ هم له څرخي پله زندان او د هرات له بند خونې زیات شمېر بندیان خوشې شوې دي.
د سولې لپاره جوړه شوې مشورتي لویه جرګه کې ددې جرګې ګډونوالو له ولسمشر غوښتي و چې افغانستان کې د سولې تامین په خاطر دې د طالبانو بندیان خوشې کړي، ولسمشر هم هملته ژمنه کړې وه چې بندیان به خوشې کوي.
Leave a Reply