طالبان: د سولې مشورتي جرګه کې ګډون نه کوو

طالبان: د سولې مشورتي جرګه کې ګډون نه کوو

طالبانو ویلي د سولې په مشورتې لویه جرګه کې به ګډون ونه کړي.

 

د طالبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه جرګه نمایشي ده او حکومت یې د خپل واک د بقا لپاره جوړوي.

 

طالبانو پر خلکو هم غږ کړی چې د سولې مشورتي جرګه کې ګډون ونه کړي.

 

د سولې عالي شورا مسوولینو تېره  ورځ رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چې د سولې مشورتي جرګه کې په دې کار کوي چې څنګه طالبانو ته بلنه ورکړي.

 

خو د سولې شورا وړاندیز لا نه و شوی چې طالبانو په دغه جرګه کې خپل ګډون رد کړ.

 

د سولې مشورتي لویه جرګه نږدې یوه میاشت وروسته کابل کې جوړېږي چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو به زرګونه کسان په کې ګډون وکړي او د سولې په اړه به خپل نظریات په کې شریک کړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.