طالبان د كندزښاردوه كيلومترۍ ته رسيدلي دي

اسدالله عمر خېلطالبان د کندز ښار تر دوه کیلومترۍ پورې رسيدلي او که مرکزي حکومت بیړنی اقدام ونه کړي، دغه ښار به بیا د طالبانو لاسونو ته ولویږي. د كندز نوى والي اسدالله عمرخيل وايي چې طالبانو ته به فرصت وركړي چې د سولې له پروسې سره يوځاى او خپلې وسلې پرځمكه كيږدي.

اسدالله عمرخيل د كندز د سولې شورا رييس و چې د كندز د پخواني والي تر ګوښه كيدو پنځه میاشتې  وروسته د كندز د والي په توګه ټاكل شوى دى.

د کندز نوی والي مني چې طالبان یې د دفتر تر دوه کیلو مترۍ رسیدلي او کندز ښار تر محاصرې لاندې دی، خو وايي لومړنى پروګرام يې طالبانو ته د سولې پيغام دى: (كه يې دا پيغام ونه مانه بيا په جګړه كې ښه تجربه لرم.)

حمدالله دانشيد کندز د ولايتي شورا غړي وايي وسله والو طالبانو د کندز ښار څنډو ته رسيدلئ او كه په دې اړه جدي اقدام ونه شي نو ښايي يوځل بيا دا ښار وسله وال ونيسي.

بلخوا کندز ته د ولسمشر له خوا د استول شوي پلاوي غړي وايي هغه كمزورتياوې چې مخكې موجودې وې تراوسه هم نه دي حل شوې او كه حكومت په دې اړه په خپلو ژمنو عمل ونه كړي نو وېره ده چې كندز ښار بيا د تير په برخليك اخته شي. د دغه پلاوي غړي وايي طالبان ترپخوا ډير پياوړي او سمبال شوي دي.

د کندز له سقوط وروسته ولسمشر محمد اشرف غني هم دوه ځلې دغه ولایت ته ولاړ، په وروستي سفر کې یې ژمنه کړې وه چې ژر به له طالبانو څخه د کندز د پاکولو عملیات پیل شي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.