طالبان د پسرلنیو عملیاتو له پاره چمتو والی نیسي

ملي اردوهلمند هلته چې ډیر کلونه امریکایی او بریتانوي ځواکونه میشت وو، د امنیتي ستونزو د حل په موخه یوه بشپړه قول اردو جوړه شوه، خو اوس بیرته  د جګړې په ډګر بدل شوی دی. دهلمند امنیتي مسولین وایی چې یوازې طالبان د دغه ولایت امنیت ته ګواښ نه دي بلکې د نشه یی توکو قاچاقګر او د سیمه ییزو زورکانو ناسم رقابت هم د دې لامل شوی چې ورځ تربلې په کې امنیتي ستونزې زور واخلي.

د هلمند امنیتی چارواکی چې وایی د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې د مارجې ولسوالې ډیرې سیمې چې د طالبانو پوخ سنګربلل کیژي د امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی وایی طالبان غواړي په دغه ولایت کې د رهبرې له پاره یو مرکز جوړ کړي.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان جنرال محمد معین فقیر  وايي چې وسله والو طالبانو غوښتل د ولايت د رهبرۍ په کچه په خانشين ولسوالۍ کې مرکز  جوړکړي خودوی يې پلان شنډ کړ.

هغه چې به بست هوایی ډګر کې یې د هلمند د وروستي وضعیت په اړه خبرې کولې وویل په خانشين ولسوالۍ وسله والو ځکه برید کړی و چې هلته پاتې شي او خپله ولایتي اداره جوړه کړي خودوی د شپنيو عملياتوپه لړکې د دوی دا  پلان ماتې سره مخ اوهغوی ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله، هغه وايي د هلمند جغرافیوي جوړښت ته په پام سره د شپې عملیاتو ښه پایله ورکړې او دوی به دوام ورکړي.

جنرال فقیر وايي اوس په داسې پلانونوکارکوي چې له مخې به يې ددې ولايت په ټولوهغه سيموکې چې وسله وال طالبان فعاليتونه لري په بشپړه توګه د امنيت له پلوه ډاډ منې کوي اوهغه وسله وال چې جګړه کوي له منځه به یې یوسيمحمد معین فقیر.

هغه په شپنيو عملياتوټينګارکوي اووايي مارجه تصفیه شوې او تر دې وروسته به  نورې مرکزي اوشمالي سيمې هم د وسله والوطالبانوله شتون څخه خلاصې کړي. هغه د امنيتي ارګانونوترمنځ د همغږۍ نشتوالی په کلکه رد کړ.

په هلمند او یو شمیر نورو ولایتونو کې د طالبانو له وروستیو بریدونو ښکاري چې دوی غواړي سژژمی هم وسله والو فعالیتونو ته دوام ورکړي هغه څه چې په نورو کلونو کې به یې بندول.

طالبانو ته نیژدې سرچینې وایی چې طالبانو سژ کال خورا ډیره وسله والو مهمات له دولتي تاسیساتو ترلاسه کړي او تر پسرلي پورې به خپل دغه  تکتیک ته دوام ورکړي چې که د سولې پروسه د دوی په خوښه نه وي نو د راتلونکي کال له پاره به د دولت خپلې وسلې او مهمات په دولتي ځواکونو وکاروي.

طالبان په شمال کې د تجهیزاتو ستونزه نه لري ځکه د کندز په نیولو سره یې ډیرې وسلې لاس ته راوړې چې تراوسه یې له لاسه نه دي ورکړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.