طالبان د پولیسو په رینجرونو کې

طالبان د پولیسو په رینجرونو کېد افغانستان په شمالي ولایتونو کې چې د جکړې د څپو ورمخه ده، جنګېدوني طالبان له یو نوي تاکتیک نه کار اخلي، د افغان ځواکونو دریشۍ یې اغوستې وي او د پولیسو او ملي په رینجرو موترونو او ټانګونو کې د جنګ صحنې ته ورځي. د فاریاب خلک وايي، په پښتون کوټ کې د طالبانو یوه لویه فرقه ده، چې درې زره طالبان پکې دېره دي، دوی چې یو زیات تعداد یې بهرني طالبان دي، ماښام مهال له خپلې اډې وځي او د افغان امنیتي ځواک په څېر ښکاري.

له طالبانو څخه د بېرته نیول شوو سیمو خلک وايي، اکثره وخت دوی غافلګیر شوي؛ یو لوی د افغان ځواکونو په څیر په دریشیو، وسلو سمبال کاروان چې دولتي رینجرې او ټانګونه ورسره وي سیمې ته ورشي او دوی وروسته پوه شي چې دا افغان ځواکونه نه بلکې طالبان دي.

طالب جنګیالي چې پخوا به په کچه لارو په موټرسایکلونو ګرځېدل اوس په عامو سړکونو ګرځي، پرمختللې سپکې او درنې وسلې وروسره وي او که چیرته له افغان ځواکونو سره مخ شي د سختې جګړې توان یې پیدا کړی دی، داځکه چې دوی د جنګي مهماتو او ترانسپورت له ستونزې وتلي دي.

د نظامي‌ چارو شنونکي وايي، هرځای چې طالبانو کومې سیمې نیولې په لومړي قدم کې یې خپل جنګیالي په وسلو او مهماتو له هماغو نیول شوو مرکزونو سمبال کړي دي. دوی وايي، افغان ځواکونه په دې چاره کې ډېر پاتې راغلي چې خپل مهمات د پرشاتګ پروخت له سیمې وباسي . ځکه نو چې طالبان نظامي مرکزونه ونیسي مهمات خوندي سیمو ته انتقال کړي او له دې اړخه په بله سیمه د سختې حملې لپاره خپل جنګیالي اکمال کړي.

وروستۍ بېلګه د کندوز جګړه وه، طالبان چې ښار ته ننوتل، له امنیه قوماندانۍ، امنیتي پوستو او ځینې مرکزي قرارګاوو څخه یې تر شلو زیات رینجرموټرونه، او ټانګونه ونیول. طالبانو داوسايط په هماغو لومړیو شیبو کې چاردرې ولسوالۍ ته انتقال کړل او له هغه ځایه یې نورو خوندي سیمو ته ولېږدول. شنونکي نیوکه کوي، چې افغان ځواکونه باید تر وروستۍ اندازې کوښښ وکړي، چې موټرونه، وسلې او مهمات یې د وسله والو یاغیانو لاس ته ونه لوېږي، ځکه چې همدا مهمات ددوی پرضد د بلې حملې لوری قوي کوي او دوی مجبور دي په بله حوزه کې د خپلو وسلو کاروونکو پرضد مرګونې جګړه وکړي. ددوی په خبره افغان ځواکونه بیرته په خپلو هغو وسلو وژل کېږي، چې د بیغورۍ له کبله یې دطالبانو لاس ته لوېدلې دي.

د نظامي چارو شنونکي حتی باور لري، چې افغان ځواکونه کولای شي، د ناچارۍ په صورت کې خپلې وسلې او مهمات وسوځوي، خو هیڅکله اجازه ورنکړي چې د مخالفینو لاس ته ولوېږي.

د مني په ساړه موسم کې چې د پخوا خلاف د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي، یو لامل یې دادی چې هغوی سخت مجهز شوي دي. د هملند اوسېدونکی نقیب الله چې تر تېر جولای پورې د افغان ځواکونو په لیکو کې و او اوس په پښه ګوډ شوی وايي، په هلمند کې دداسې طالبانو له وضعیت نه تېرکال خبریدم چې یو میل ټوپک اخستلو لپاره به یې یو شتمن اختطاف کاوه. حتی دریو طالبانو په شریکه یو ټوپک درلود. له همدې کبله په ځینو سیمو کې طالبان نه توانېدل چې د افغان ځواکونو پرضد حملې وکړي. نقیب الله په خبره هغه وخت طالبانو د ماینونو خښولو ته مخه کړې وه، ځکه دماین جوړول اسانه وو او دوی یوازې له دې لارې ویره خپروله خو سږ کال طالبانو سخت زیات مهمات، وسلې او امنیتي قوي نقلیه وسایط نیولي دي او دا امکانات د افغانستان په نورو سیمو کې جنګیالیو ترخپل منځ ویشلي دي. نقیب الله ویره لري، چې طالبان د تعرض په حال کې دي، ددوی مهماتو او تجهیزاتو ته په کتو هغوی به د سختې جګړې توان ولري.

دانو یوازینۍ لاره ده چې افغان ځواکونه د طالبانو کاروانونه په نښه کړي او خپل له لاسه وتلي پوځي وسایل او وسايط د طالبانو په لاسونو کې خنثا کړي. دا یوازینۍ لاره ده چې د جنګ په شدت تاثیر لرلی شي. که طالبان جنګي وسایل ونلري ستونزمنه به وي د خالي لاس افرادو په زور دې سیمې لاندې کړي او یایې خپل تعرضي مورال پیاوړی وساتلی شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.