طالبان: له امریکا سره زمونږ خبرې لا هم روانې دي

طالبان: له امریکا سره زمونږ خبرې لا هم روانې دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، له زلمي خلیلزاد سره د سولې خبرې ښې روانې دي.

افغان حکومت بیا ویلي، تر هغه چې طالبان له دوی سره بین الافغاني خبرو ته حاضر نه شي، د سولې هر راز خبرې او هڅې به ناکامې وي.

امریکا، چین، ایران، ترکیې او پاکستان هم د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو په پر مخ وړلو ټینګار کړی دی.

افغانان هم په دې باور دي، چې د سولې هر راز خبرې باید د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.