طالبان له دفاع وزارت څخه پيسې او خپل ملګري غواړي

فاريابپه فارياب كې د ملي اردو د يوې لوېدلې چورلكې عمله تراوسه هم له طالبانو سره دي. دا چورلكه د ليندۍ مياشتې په څلورمه  له بلخ څخه ميمنې ته روانه وه چې په پشتونكوټ ولسوالې كې يې بيړنى ناسته وكړه، درې كسان يې ووژل شول او ۱۸ نور يې د طالبانو په لاس اسير شول.

كه څه هم د ملي دفاع وزارت څوځلې ويلي چې د دغه كسانو د ژغورنې او خوشي كولو په موخه هڅې دوام لري، خو تراوسه هم داكسان له وسله والو طالبانو سره دي. په فارياب كې د ملي اردو مسولين وايي  د ملي اردو اتلس منسوبين د فارياب د پشتونكوټ ولسوالې په قلين ، بلاق ، تخته بازار او شاخ سيمه كې ساتل كيږي، هغه وايي  چې دوه يې د چورلكې د لوېدو په پيښه كې ټپيان شوي وو او اوس د طالبانو تر كنترول لاندې يوه روغتيايي مركز كې تر درملنې لاندې دي.

په فارياب كې د شاهين قول اردو د لومړى لوا قوماندان سخي داد وايي له دوو اونيو را په دېخوا يو كميسيون ګومارل شوى  چې د دغو كسانو په راخوشي كولو كار كوي. هغه وايي په دې كميسيون كې امنيتي او استخباراتي چارواكي، عالمان او د سيمې مخور شامل دي.

هغه وايي طالبانو د دغو كسانو د راخوشي كولو په بدل كې   پيسې   او خپلو يو شمير ملګرو خوشي كول غوښتي چې له دولت سره بنديان دي .نوموړي په دې اړه څه نه دي ويلي چې طالبان څو مره پيسې او د كومو او څومره كسانو خوشي كول غواړي.

د ملي اردو دا لوړى پوړى قوماندان وايي چې د دې ترڅنګ د دغو كسانو د راخوشي كولو په موخه عمليات هم دوام لري. هغه وايي دا عمليات په پشتونكوټ ، غورماچ او شاخ سيمو كې دوام لري چې د ملي اردو دا اسير شوي كارمندان په كې ساتل كيږي.

د ملي دفاع وزارت د شميرو له مخې تراوسه د دغو كسانو د راخوشي كولو په موخه په پيل شويو عملياتو كې پنځلس وسله وال وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.  دا وزارت وايي د غورماچ امنيتي وضعيت ښه شوى او ډېرې سيمې يې له وسله والو پاكې شوي دي.

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.