طالبان: له عمران خان سره مو لیدنه لغوه شوه

طالبان: له عمران خان سره مو لیدنه لغوه شوه

طالبانو ویلي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره لیدنه چې ټاکل شوې وه په همدې اونۍ کې ترسره شي، لغوه کړې يې ده.

د طالبانو لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځکه يې لیدنه ځنډولې چې د دوی د سیاسي دفتر مسوولین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې دي او نه شي کولای سفر وکړي، خو ویل کېږي د مسکو ناستې ته طالبان په پاکستانیو پاسپورتونو تللي و

ځینې راپورونه و چې ممکن طالبان به د سعودي عربستان له ولیعهد سره هم وګوری

له عمران خان سره د طالبانو د لیدنې له ځنډېدو مالومېږي چې د طالب لوړ پوړو چارواکو ترمنځ ژور اختلافات راغلي دي او ممکن نور هم زیات شي.

افغان حکومت هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیزونو کمېټې ته له پاکستان شکایت کړی و چې ولې طالبان له پاکستانیو چارواکو سره ګوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.