طالبان وایې له حذب اسلامي سره مو د سولې په اړه خبرې نه دي کړې

وسله والو طالبانو د حزب اسلامي هغه ادعا رد کړې، چې ګواکي د طالبانو د قطر دفتر ورسره د سولې په تړاو خبرې کړې دي.
د حزب اسلامي د فرهنګي کميټې مشر قريب الرحمان سعيد پرون وويل، چې يو شمېر طالبان د سولې له پروسې سره د يو ځای کيدو په موخه له دې ګوند سره په اړيکه کې دي. سعيد ويلي، په ارګ کې د حکمتيار تر هغې خبرې وروسته چې طالبان يې وروڼه وبلل، د دې ډلې ځينو مشرانو له حکمتيار سره د سولې په تړاو اړيکې نيولې دي.
سعيد دغه راز زياته کړه، چې د طالبانو د مشرانو او حزب اسلامي اړيکې په لوړه کچه دي او طالب مشرانو د هغوی د حقونو د پر ځای کيدو او يو شمېر تضمينونو لپاره له حزب سره اړيکې نيولې دي، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا دا ادعا بې بنسټه بللې او ويلي يې دي، چې هېڅ طالب چارواکي له حزب اسلامي سره د سولې په تړاو خبرې نه دي کړې.
مجاهد ويلي، چې د حزب اسلامي غړی بايد د ورته پروپاګنډاوو په خپرولو سره د اسلامي امارت پاليسي زيانمنه نه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.