طالبان: په ټول توان به د ټاکنو مخنیوی وکړو

طالبان: په ټول توان به د ټاکنو مخنیوی وکړو

محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې ۱۵ مه: وسله والو طالبانو د را روانو ولسمشریزو ټاکنو د مختل کېدو ګواښ کړی دی.

د ذبیح الله مجاهد له ادرسه رسنیو ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي:

” د جمهوري ریاست ټاکنې راته د منلو وړ نه دي، په ټول توان به يې مخنیوی وکړو، هر چا چې په کمپایني غونډو کې برخه واخېسته، مونږ به یې هدف وګرځوو. “

اعلامیه کاږي، چې خلک باید په دې پروسه کې برخه وانخلي.

طالبانو ویلي:

” له خلکو مو غوښتنه دا ده چې دغه پروسه  تحریم کړي، ځکه دا ټاکنې مونږ ته د منلو وړ نه دي.”

وسله وال طالبان پر داسې مهال د ټاکنو په غونډو د بریدونو ګواښ کوي چې تېره ورځ ولسمشر غني په څرګندو ټکو وویل چې په جمهوریت معامله نه کوي او هر څوک چې غواړي واک ته ورسېږي، یواځینۍ لار يې شفافې ټاکنې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.