طالبان: له افغان حکومت سره خبرې نه کوو

طالبان: له افغان حکومت سره خبرې نه کوو

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له افغان حکومت سره د جدې په ناسته کې مخامخ خبرې نه کوي

ذبیح الله مجاهد ویلي، د جګړې لوری يې امریکایان دي او غواړي له دوی سره خبرې وکړي

خو افغانستان کې باور دا دی، که چېرې طالبان له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته حاضر نه شي، جګړه به همداسې روانه وي

افغان حکومت هم په وار وار طالبانو ته وړاندیز کړی چې بین الافغاني خبرو اترو ته حاضر شي

د مشرانو جرګې رییس هم تېره ورځ اندېښنه ښودلې وه، که چېرې طالبان د سولې بهیر کې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې ونه کړي او دغه بهیر کې د بهرنیو لاس وهنې همداسې روان وي، ممکن دغه بهیر لا سره پېچلی کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له رسنیو سره په خبرو کې پر طالبانو غږ کړی، چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېني

Leave a Reply

Your email address will not be published.