طالب جنګیالي له ښارونو کلیو ته په جګړه پسې ځي

طالب جنګیالي له ښارونو کلیو ته په جګړه پسې ځيوړمه ورځ د هلمند لښکرګاه په څنډو کې د جګړې په ترڅ کې د وژل شوو طالبانو جسدونه ټول ښار ته راوړل شوي دي او داپه ډاګه شوې چې اکثره طالبانو د لښکرګاه په ښار کې دننه په امن سیمو کې کورونه درلودل.

په هلمند کې سرچينې وايي، سره صلیب اکثره طالب جنازې د ښار منځ ته راانتقال کړې او دلته یې د جنازې په لمونځونو کې ګڼو کسانو ګډون کړی دی. په هلمند کې په جګړه کې د وژل شوو طالبانو ترټولو ډېر یې د لښکرګاه ښار په یو دولتي ښارګوټي ساپیانو کې اوسېږي، دوی په ښار کې دننه له څارنې او امنیتي خطرونو خوندي دي، او له همدې ځایه د جنګ لیکو ته ځي. د لښکرګاه د طالبانو په جنګ کې ونډه یوازې پر لښکرګاه له برید سره تړلې نده، تردې وړاندې سره صلیب د سنګین او موسی کلا له جګړو هم ډیر مړي لښکرګاه ته راوړي دي.

د هلمند په ملي امنیت انتقاد دی، چې ولې ددغو طالبانو په نیولو کې له جګړې مخکې اقدام نه کوي او ولې په دې کار کې پاتې راغلي دي.
دایوازې هلمند ندی، چې طالبان یې له ښار څخه د لویو لارو او کلیو جګړې ته درومي؛ د کابل په څیر یوخوندي ښار هم د طالبانو ترټولو غټ پټن ځای دی.

له ودرګو، غزني څخه د طالبانو جنازې د کابل د کمپنۍ هدیرو ته راوړل کېږي او له لوګر، پکتیا څخه دطالبانو راوړل شوي‌ جسدونه د ارزان قیمت په هدیره کې دفن کېږي.
په کابل کې لسګونه داسې کورنۍ اوسېږي، چې هره یوه یې یو دوه طالبان لري، دغه طالبان ښارته د ارام او معلوماتو ټولولو لپاره راځي مګر زیات وخت په هغو کلیو کې له خپلو ملګرو سره جګړه بوخت وي، چې ددوی استوګنځایونه دي.

د کابل د هراتي سرای په یو جومات کې تېره روژه څو ماښامه د طالبانو جنازې کېدې، د جومات ملا هم ددوی د راز سړی و، کله به چې د وژل شوي د مرګ لامل وپوښتل شو، دوی به ویل چې په ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی اما اصل کې هغوی طالبان وو، چې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي‌ وو.

تېرکال دکابل له سیدجماالدین دارالمعلمین څخه څو محصلین په وردګو کې جګړه کې ووژل شول. په دغه دارالمعلمین کې د طالبانو یوه هسته جوړه شوې وه، چې جلب او جذب یې کاوه. دغه جنګیالي محصلین به وردګو ته تلل او طالبانو په لیکو کې د افغان ځواکونو پروړاندې جنګېدل. دوی یو تعداد یې لیلیه کې اوسېدل خو ځینو یې کورونه درلودل. څو ځله امنیتي ځواکونه له دې وضعیت خبر کړای شول خو اقدام یې ونکړ.

په کابل کې داسې جوماتونه هم شته چې طالب جنګیالي پکې اوسېږي. کله چې تېر او سږکال د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو او حزبیانو ترمنځ جګړه وه، له جګړې راستانه شوي په دوړو سپېره دواړه غاړې جنګیالي‌ کابل په لودیځ کې په خپلو کورونو کې اوسېدل.

په دې سربیره د موټرو په هغو تم ځایونو یا اډو کې چې مسافر ولایتونو ته انتقالوي، ګڼ طالبان ګرځي او خلک څاري. کله چې یو مشکوک مسافر چې فکر کېږي، دولتي کارمند یا انجنیر یا ډاکتر دی، له ښاره خوځي دوی خپلو جنګیالو ته احوال او د موټر نښانې ورکوي او هغه مسافر په لاره کې نیول کېږي. ددغو پېښو ډېرې یې په وردګو سالارو سیمه کې تکرار شوې دي.

په ملي امنیت نیوکه ده، چې د جنګیالیو په نیولو کې هغسې چې پکار ده اقدام نه کوي. دوی ډېر مشهود طالبان چې د کابل په څېر په نورو ښارونو کې اوسېږي، اقدام نه کوي او کله چې ووژل شي نو امار او د جنګ څرنګوالی یې تشریح کوي. په دوی انتقاد دی، چې په طالبانو پسې پلټنه نه کوي. ملي امنیت کولای شي، ځینې کورنۍ مجبوره کړي، چې زامن یې جګړې ته لاړ نشي، خو د حیرانتیا وړ ده، چې جنګ ته له تګ سره سره داطالبان د ارامۍ او دم راستۍ لپاره بېرته کابل یا نورو ښارونو ته راځي او د شپې یې د کورونو امنیت د هغو افغان پولیسو په غاړه دی، چې دوی ورسره دښمني اعلان کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.