(طلوع) د طالبانو له سياسي دفتر سره ستونزه حل كړې وه

طالبانطالبان له پيله يو سياسي خوځښت نه بلكې يوه پوځي ډله وه چې وروستۍ پريكړه يې نظاميانو كوله، خو كله چې د جګړې ډګر تود او هره سوبه په جګړه شوه نو لاهم د طالبانو د پوځيانو رول غښتلى شو. په وروستيو كلونو كې چې هم كله د سولې د خبرو او يا نورو ملي مسايلو په اړه كومه خبره شوې وروستۍ پريكړه د طالبانو پوځي كميټې كړې ده.

له افغان دولت سره د سولې خبرو عملي پيل هم له هغه وروسته وشو چې پوځي طالبانو د پاكستان په  (مري) كې له افغان دولت سره مستقيمې خبرې وكړې، دا هغه څه و چې د پخواني ولسمشر حامد كرزي د دفتر د رييس عبدالكريم خرم په وينا دوى يې له كلونو كلونو هيله درلوده خو د پاكستان حكومت تر پايه ونه غوښتل چې د حامد كرزي له حكومت سره د طالبانو مخامخ خبرو ته زمينه برابره كړي.

د طالبانو د كوټې شورا او د قطر دفتر هم خپلې پريكړې د طالبانو له پوځي كميټې سره په تفاهم كوي او كه يي پوځي كميټه ونه مني نو عملي كيدل يې ناشوني دي .

كله چې طالبانو د كندز ښار ونيو نو له شك پرته د افغانستان حكومت له پاره يوه ماتې او د طالبانو له پاره يوه سوبه وه چې په نړيواله كچه يې غوغا جوړه  او د امريكا او متحدينو يولس كلن ماموريت او ملياردونه ډالره لګښت له هيڅ سره برابر كړل، خو د طالبانو دا برى هغه وخت پيكه شو چې طلوع تلويزيون له كندزه داسې رپوټونه خپاره كړل چې ګنې طالبانو د  كندز ښار تر نيولو وروسته د پوهنتون د نجونو په ليليه كې په نجونو جنسي تيرى كړى، هغه څه چې تر دې وړاندې د طالبانو په ليكو كې ترې هيڅ يادونه نه وه شوې.

كه څه هم د طلوع تلويزيون مسولين هم په دې ښه پوهيدل چې دا خبر سم نه دى او د كندز اوسيدونكو هم دا خبر ناسم وباله ځكه بريد د اختر په ورځو كې وشو او په دې ورځو كې پوهنتون رخصت و او  طلوع هم د دې خبر په اړه هيڅ سرچينه نه درلوده او له ژورنالسيتي اصولو سره برابر نه و، خو دوى نه غوښتل چې د بښنې په غوښتلو سره هم د كندز د خلكو غږ اوريدلى واى او هم به يې طالبانو ته پلمه جوړه شوې واى .

خو طلوع داسې ونه كړل او  طالبانو هم طلوع او يك تلويزونو ته خبردارى وركړ چې موخه به يې وګرځوي، خو د طلوع مسولين د دې پرځاى چې له خلكو په ښكاره بښنه وغواړي د طالبانو له سياسي استازو سره په اړيكه كې شول چې ګڼې دا ستونزه حل كړي.

سعد محسنيد مالوماتو له مخې د طلوع مالك (سعد محسني) په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د يوه لوړ پوړي استازي په منځګړيتوب د قطر د طالبانو له دفتر سره دا ستونزه حل كړې وه چې ګنې طالبان نور له طلوع سره كار نه كوي، خو په دې نه خبر نه و چې پريكړه پوځي كميټه كوي نه سياسي طالبان.

كله چې طالبانو د طلوع تلويزيون په كارمندانو بريد وكړ نو له قطر دفتر سره يې اړيكه ونيوله چې تاسو خو موږ ته ډاډ راكړى و نو اوس ولې د دوى په كارمندانو بريد وشو، خو شهاب الدين دلاور چې په قطر كې د طالبانو په دفتر كې مسوليت لري ورته ويلي چې د پوځي كميټې د دوى خبره ونه منله او خپل پروګرام يې عملي كړ.

طالبانو ګواښ كړى چې (يك) طلويزيون به هم موخه وګرځوي. خو له نورو رسنيو سره كار نه لري، طالبان په دې پوهيږي چې دا كار ورته تر ګټې زيان ډير لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.