طوفان د دوه ويشت تنو ژوند واخيست

ټکساسپه امريكا كې د سيلاب او بړبوكۍ له امله د مړو شويو شمير دوه ويشت ته لوړ شو.  د رپوټونو له مخې څلورو تنو په تکساس كې ژوند له لاسه وركړى هلته چې له پرون راهيسي بړبوكۍ او طوفان پيل شوى دى.

په روانه اونۍ كې په امريكا متحده ايالاتو كې د دې طبيعي پيښې له امله د مړو شويو شمير دوه ويشتو ته لوړ شوى دى. په تکساس ايالت كې په يوه ترافيكي پيښه كې هم څلور تنه مړه شوي او تر څلور سوو ډير كورونه وران شوي دي.

په دې طبيعي پيښه كې له پنځوس ډېر كسان نور ټپيان شوي دي. امريكايي چارواكو خبردارى وركړى چې طوفان ښايي نور هم زور واخلي. په دغه هيواد كې چارواكو له خلكو غوښتي چې د نوي كال په مراسمو كې چې ګڼه ګوڼه ډيريږي له طوفان څخه د خونديتوب په اړه هم فكر وكړي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.