ظاهرقدير وايي جان كمپل له ځانه مهدي آخرزمان جوړ كړى

ظاهر قدیرد ولسي جرګې لومړى مرستيال ظاهر قدير وايي په افغانستان كې دناټو ځواكونو قوماندان په خپلو څرګندونو سره د ننګرهار په خلكو ملنډې وهلې دي.

د ناټود غوڅ ملاتړ قوماندان جان كمبل ويلي چې داعش غواړي په جلال آباد كې د ځان له پاره داسې يو مركز جوړ كړي چې د منځنى آسيا جګړه ترې كنترول كړي، خو د ولسي جرګې لومړى مرستيال وايي جان كمپل له ځانه مهدي آخرزمان جوړ كړى چې دا ډول وړاندوينه كوي. هغه وايي ( آيا له مخكې دا جوړه شوې چې ننګرهار دې سقوط وكړي او يا له مخكې ستاسو پلان دادى چې ننګرهار سقوط وكړي. كه تحليل كوي نو جناب كمپل صيب دا ډول تحليلونه مه كوه چې د افغانانو په مورال ناوړه اغيزه كوي.)

هغه وايي ستا مسوليت دادى چې د خلكو مورال پياوړى كړي او د خلكو امنيت وساتي. نوموړى چې په دې وروستيو كې يې په ننګرهار كې د داعش د فعاليتونو پرضد د حكومت كړنې هم ناكافي ګڼې ويلي په حكومت غږ كوم چې د ولس د ساتنې په برخه كې خپل مسوليت سم ادا كړي. نوموړى وايي (ملي شورا هم خپل مسوليت نه دى دى ادا كړى زه له دوى غواړم چې د خپلو موكلينو د امنيت په ساتنې او ستونزو په حل كې مرسته وكړي ځكه سبا به بيا د دوى دروازو ته د رايو د وركولو په موخه ورځي )

هغه وايي د ننګرهار په ولس او قومونو هم غږ كوي چې چمتو شي، بل خوا د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانكزى وايي ځينې اشخاص غواړي په دې ډول خبرو سره ځان مطرح كړي . هغه وايي ( له دې كسانو ګيله په كار نه دى او د دې كار له پاره دليل هم لري ځكه دوى د پرديو له خوا حمايه كيږي ، پردي وسلې وركوي او پيسې وركوي .)

د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي دا خلك دې امنيتي ځواكونه نه بدناموي ځكه په دې كې د هيچا ګټه نشته.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.