ظاهر قدير بريالى شو

د ظاهر قدير وسله والد ننګرهار امنيتي چارواكي وايي زر ځوانان به د داعش او نورو وسله والو ډلو د ځپلو په موخه وسله وال كړي. په دې كې هغه كسان هم شامل دي چې د ولسي جرګې لومړي مرستيال ظاهر قدير وسله وال كړي وو.د ننګرهار د امنيې قومندان فضل احمد شيرزاد وايي دا كسان به د دولت په چوكاټ كې د وسله والو پرضد جنګيږي او دولت يې معاش او وسلې وركوي.

د ننګرهار په اچين، هسكه مينه او نازيان ولسوالۍ كې له يوه كال را په ديخوا داعش د طالبانو او دولتي ځواكونو پرضد جګړه كوي. دا كار له هغه وروسته كيږي چې ولسمشر ژمنه وكړه چې په دغه ولايت كې به د ظاهر قدير د شخصي وسله والو مخه ونيسي.

كله چې څه موده وړاندې ظاهر قدير د داعش د وسله والو د ځپلو په موخه وسله واله ډله جوړه كړه نو په ننګرهار او كابل كې حكومتي چارواكو پرې سختي نيوكې وكړي او دا يې له قانون څخه سرغړونه وبلله، په تيره بيا هغه وخت چې د ظاهر قدير وسله والو له څلورو داعشيانو په اچين كې سرونه پرې كړل.

د ظاهر قدير وسله والولسمشر محمد اشرف غني هم ننګرهار ته د سفر پروخت له امنيتي چارواكو وغوښتل چې په دغه ولايت كې د صحرايي محكمې مسله وڅيړي چې موخه يې د ظاهر قدير د وسله والو دا كړنه وه، خو اوس په ننګرهار كې يو شمير قومي مشرانو له دولت  غوښتي چې دا مسله هيره  او دا كسان پريږدي چې د داعش پروړاندې مبارزه وكړي.

كه څه هم اوس د ننګرهار په نازيانو ولسوالې كې درې سوه كسان چې له حكومت سره په هغږۍ يې پاڅون كړى په امنيتي چوكاټ كې ځاى پرځاى شول، خو چارواكي وايي چې په پام كې ده ټول زر كسان په دې تشكيل كې ځاى پرځاى شي.

په نازيانو ولسوالې كې په همدې موخه جوړه شوې غونډه كې د ننګرهار د امنيې قوماندان ټينګار وكړ چې داكسان به خپل فعاليتونه  له قانون سره سم پرمخ وړي.

يو شمير ننګرهاريان وايي چې حكومت د خپلې ستونزې د حل او په دغه ولايت كې د شخصي وسله والو د ادغام په موخه دا تشكيل جوړ كړى ځكه د دوى په وينا حكومت په دې كې پاتې راغى چې د ظاهر قدير د شخصي وسله والو مخه ونيسي، داكسان وايي حكومت بايد د دغو كسانو د تشكيل او امتيازاتو په برخه كې دقيق عمل وكړي هسې نه چې د درې سوو كسانو په نامه د زرو كسانو امتيازارت حواله او شخصي جيبونو ته لاړشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.