ظاهر قدير ته د لوى درستيز خبردارى !

قدم شاه شهيمد افغانستان د دفاع وزارت وايي په ننګرهار كې به د ظاهر قدير د خپل سريو مخه ونيول شي. ظاهر قدير چې په دې وروستيو كې يې په حكومت له داعش سره د همكارۍ تورونه لګولي  له داعش سره د مبارزې وسله واله ډله جوړه كړې ده.  د افغانستان لوى درستيز چې د شنبه په ورځ يې له اچين ولسوالې ليدنه كړې وايي د ظاهر قدير د شخصي مليشو مخه به ونيسي.

قدم شاه شهيم وايي دا وسله وال د شخصي ګټو په موخه له داعش سره د مقابلې په نامه جوړه شوې ده (دا كسان ځان ته كله پاڅون كوونكي وايي كله د ظاهر قدير كسان ،خو هرڅوك چې دي موږ يې مخه نيسو.)

اچين له تيرو څو مياشتو را په ديخوا د داعش وسله والو د جګړې تود سنګر ګرځيدلى دى. د ملي دفاع وزارت ټينګار كړى چې په ننګرهار كې يې د داعش وسله والو پرضد  عملياتونو ته زور وركړى دى. ولسمشر محمد اشرف غني تيره اونۍ په كابل كې يوې ناستې ته وويل چې داعش ته يې لويه مرګ ژوبله اړولې ده.

بل خوا د ظاهر قدير دادعاوو په اړه د ولسمشر له خوا د ټاكل شوي پلاوي د څيړنو پايلې تراوسه هم نه دي اعلام شوې. ظاهر قدير وايي چې ځينې حكومتي مسولين له داعش سره همكاري كوي او نه غواړي چې په ننګرهار كې د دې ډلې د پرمختګ مخه ونيسي. خو دولت ويلي چې هرڅوك كه غواړي له داعش سره مقابله وكړي نو د دولتي ځواكونو په ليكو كې دې شامل شي.

د ملي دفاع وزارت لوى درستيز وايي چې دوى به هيچاته اجازه ورنه كړي چې شخصي مليشې جوړې كړې او خپلې شخصي ګټې پرې خوندي كړي.  قدم شاه شهيم دغه راز ټينګار كړى چې د هغو څلورو كسانو د سر د پرې كولو مسله به هم وڅيړي چې د همدې مياشتې په سر كې په ننګرهار كې د ظاهر قدير د وسله والو له خوا له داعشيانو پرې شوي وو.

ظاهر قديرظاهر قدير ته د ولسمشر غني د حكومت دا ترټولو جدي خبردارى دى، هغه حكومت چې غواړي له داعش ګواښ څخه په سيمه ييزه او نړيواله كچه د ځان په ګټه كار واخلي، ولسمشر غني او د ملي امنيت سلاكار يې غواړي نړيوالو او په تيره بيا روسيې، چين، ايران او هند ته قناعت وركړي چې داعش د دوى له پاره يو جدي ګواښ دى او دې همدې ډلې د مخنيوي په موخه ښه ده چې دوى له افغان دولت سره همكاري او مرسته وكړي.

بلخوا يو شمير شنونكي وايي ظاهر قدير غواړي له دې فرصت څخه ګټه واخلي او له ځينو سيمه ييزو ځواكونو څخه د داعش سره د مبارزې په نامه مالي امتياز ترلاسه كړي، هسې لكه جنرال دوستم چې په شمال كې د عملياتو په نامه څو ځله له روسې او تركيې ترلاسه كړ، ظاهر قدير مخكې هم ويلي چې هيڅ داسې ځواك نشته چې دى له خپلې پريكړې په شاه او يا د ده په وينا تبعيد كړي، هغه تيره اونې د ولسي جرګې غونډې ته وويل (ظاهر قدير پادشاه ساز است.)

په همدې وخت كې  ولسمشر په كابل كې د شينوارو له قومي مشرانو سره په خبرو كې هم ژمنه كړې چې د داعش پرضد به عمليات پراختيا ومومي. اوس پوښتنه داده چې ټول غواړي له داعش سره د مبارزې په موخه هڅې ګړندۍ شي نوظاهر قدير ولې د دې هدف د ترلاسه كوولو په موخه شخصي مليشې ته لومړيتوب وركوي.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.