عبدالله: افغان سوله لا هم ننګونو سره مخ ده

عبدالله: افغان سوله لا هم ننګونو سره مخ ده

 

د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د سې شنبې پر ورځ د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي ناستې پر لومړۍ ورځ «په څو قطبي نړۍ کې د سولې او پخلاینې» او « په سویلي آسیا کې د وروستیو ستراتېژیکو تحولاتو» په اړه وینا وکړه.

اجراییه ریاست وايي، عبدالله عبدالله په خپله وینا کې د افغان سولې په بهیر هم بحث کړی دی.

عبدالله عبدالله ویلي: لا هم افغانستان کې د سولې بهیر له ستونزو سره مخ دی

هغه ټینګار کړی چې افغان حکومت په زیاتو برخو کې لاسته راوړنې لري.

دغه نړیواله اقتصادي ناسته به د نړۍ د 3000 سوداګرو، سیاستوالو، د حکومتونو د استازیو، نړیوالو بنسټون او مدني ټولنو د استازیو په ګډون ترسره شي او د نړۍ پر مهمو اقتصادي، سیاسي مسایلو، د اقلیم بدلونونو، د هېوادونو، نړیوالو او اقتصادي سازمانونو ترمنځ د همکاریو خبرې وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.